د خيبرپښتونخوا د يوې نيمه خپلواكې سيمې ادم خېلو درې او بډه بېرې كلي په جوماتونو كې د چاودنو له كبله ۶۱ تنه مړه او لسګونه نور ټپيان شول. د ځايي چارواكو په وينا، د ادم خېلو درې په جومات كې ځانمرګى بريد شوى
د خيبرپښتونخوا د يوې نيمه خپلواكې سيمې ادم خېلو درې او بډه بېرې كلي په جوماتونو كې د چاودنو له كبله ۶۱ تنه مړه او لسګونه نور ټپيان شول.
د ځايي چارواكو په وينا، د ادم خېلو درې په جومات كې ځانمرګى بريد شوى او د بډه بېرې جومات ته لاسي بمونونه ورغورځول شوي وو.
لومړۍ پېښه د ادم خېلو درې د اخوروال سيمې د جامع جومات په دروازې كې هغه مهال رامنځته شوه، چې لمونځ كوونكي د جمعې له لمانځه وروسته له جوماته د راوتو په حال كې وو، چې له كبله يې ۵۷ تنه مړه او لسګونه نور تپيان شول.
دويمه پېښه د پېښور څخه نږدې ۷ كيلو متره لرې جنوب ته د بډېرې په سليمانخېلو كې رامنځته شوې.
د پوليسو په وينا، دې سيمې كې يوه جومات ته لاسي بمونه ورغورځول شوي وو، چې په پايله كې يې ۴ تنه مړه او له ۲۰ ډېر ټپيان شول.
د سليمانخېلو سيمه له ادم خېلو درې سره نښتې سيمه ده.
دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې خلك د ماخوستن د لمانځه لپاره جومات كې سره راټول شوي وو.
عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې د ادم خېلو درې پېښې بريد كوونكى پلى و او ځان يې د جومات دروازې ته څېرمه والوځولو، چې له كبله يې د جومات يوه برخه هم په مكمل ډول ويجاړه شوه.
ځايي پوليسو پېښه كې رسنيو ته د ۵۵ تنو د وژل كېدو او ۶۵ كسانو د ټپي كېدو پخلى كړى، او زياته كړې يې ده، چې ښايي په دې شمېرې كې ډېروالى راشي.
د دوى په وينا، په وژل شوي او ټپيانو كې كوچنيان هم شامل دي.
د ځايي پوليسو د معلوماتو له مخې، بريد كوونكى يو شپاړس- ولس كلن هلك وو، چې جومات ته د ننوتو په حال كې يې ځان والوځاوه.
د سرچينې په وينا، تر اوسه دا لار روښانه نه ده، چې د بريد هدف څوك و.
د يادولو وړ ده، چې نږدې يو نيم كال وړاندې هم په ادم خېلو دره كې پر يوې ځايي جرګې ځانمرګى بريد شوى وو، چې له كبله يې تر سلو زيات كسان وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

