ads

هلمند كې د ناټو ځواكونو پر امنيتي پوستې وسله وال بريد

د هلمند ولايت ځايي چارواكي وايي، چې پرون لس بجې د نادعلي ولسوالۍ د شرين جان په څلور لاري كې د ناټو ځواكونو پر يوې امنتي پوستې وسله وال طالبانو بريد كړى، چې په تر د هلمند ولايت ځايي چارواكي وايي، چې پرون لس بجې د نادعلي ولسوالۍ د شرين جان په څلور لاري كې […]

نویسنده: TKG
13 لړم 1389

د هلمند ولايت ځايي چارواكي وايي، چې پرون لس بجې د نادعلي ولسوالۍ د شرين جان په څلور لاري كې د ناټو ځواكونو پر يوې امنتي پوستې وسله وال طالبانو بريد كړى، چې په تر

د هلمند ولايت ځايي چارواكي وايي، چې پرون لس بجې د نادعلي ولسوالۍ د شرين جان په څلور لاري كې د ناټو ځواكونو پر يوې امنتي پوستې وسله وال طالبانو بريد كړى، چې په تر څ كې يې څلور طالبان او دوه ماشومان وژل شوي دي.

د هلمند د والي  وياند داود احمدي وايي، چې د نښتې پرمهال درې ملكي وګړي ټپيان شوي هم وو، چې بيا د بهرنيو ځواكونو لخوا د هغوى روغتيايي مركزنو ته د درملنې په موخه يوړل شول.

داود احمدي  وويل، چې په نښته كې دوه وسله وال طالبان ژوندي نيول شوي دي.

بلخوا د نادعلي ولسوالۍ ځايي اوسېدونكي وايي، چې د دې ولسوالۍ د ماتكې په سيمه كې تېره شپه ناټو ځواكونو عمليات تر سره كړي دي، چې په ترڅ كې يې دوه سپين ږيري وژل شوي او د كور ځوانان يې ژوندي بيولي دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر سموال كمال الدين شيرزي كليد ته په خبرو كې د پېښې پخلى وكړ او زياته يې كړه، چې په دغه عملياتو كې د ګلبدين او محمد سرور په نامه دوه سپين ږيري وژل شوي دي.

شيرزي د ناټو ځواكونو لخوا د دغې كورنۍ د ځوانانو وړلو په اړه څه ونه ويل.

همدا راز نوموړي په ګرمسېر ولسوالۍ كې د ماين په يوې چاودنې كې د درې سرحدي پوليس د وژلو خبر وركړ.

نوموړي زياته كړه، چې په دې پېښه كې پنځه نور پولپيس تپيان شوي هم دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر دې مهاله څه نه دي ويلي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA