ads

له باګرام زندانه ١٤ تنه زندانيان خوشې شول

د باګرام له امريكايي زندانه ۱۴ تنه هغه زنانيان، چې د هلمند او ځينې نورو ولايتونه څخه د يو لړ عملياتو په ترڅ كې په تېر دوو کالونو كې نيول شوي وو خوشې شول. د باګرام له امريكايي زندانه ۱۴ تنه هغه زنانيان، چې د هلمند او ځينې نورو ولايتونه څخه د يو لړ عملياتو […]

نویسنده: TKG
13 لړم 1389

د باګرام له امريكايي زندانه ۱۴ تنه هغه زنانيان، چې د هلمند او ځينې نورو ولايتونه څخه د يو لړ عملياتو په ترڅ كې په تېر دوو کالونو كې نيول شوي وو خوشې شول.

د باګرام له امريكايي زندانه ۱۴ تنه هغه زنانيان، چې د هلمند او ځينې نورو ولايتونه څخه د يو لړ عملياتو په ترڅ كې په تېر دوو کالونو كې نيول شوي وو خوشې شول.

له امريکايي زندان نه راخوشي شوي زندانيان، د هلمند د مرستيال والي عبدالستار ميرزکوال په وينا، د هلمند ،فراه، کندهار او زابل ولايتونو اوسيدونکي وو او د دولت مخالفينو سره د تړاو په تور نيول شوي وو.

هغه له راخوشي شويو زندانيانو نه وغوښتل، چې د تروريستي او ناوړه کړنو پر ځاى د هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي.

په دې اړه په جوړې شوې غونډې كې د ملي دفاع وزارت د قانون  د پلي كولومسؤل تورن جنرال مرجان شجاع، چې ياد زندانيان يې هلمند ولايت ته راوستي وو براګرام زندان كې د زندانيانو سر پر وضيعيت خبرې وكړې او ويې ويل، په بګرام كي له زندانيانو ډېر ښه چلند كيږي او له هغوى څخه پلټني او تحقيقات بې له زور زياتي څخه ترسره كيږي.

نوموړي زياته كړه، د بګرام زندان، چې تر دې مهاله له امريكايې ځواكونو سره دى په نږدي راتلونكي كې به افغان دولت ته وسپارل شي.

خو د هلمند ولايت د ولايتي  شورا  رئيس انور خان په مركزي دولت نيوكه وكړه، چې په بګرام كې د ساتل شويو بنديانو په قضيو او په اړه يې پلټونو كې پاتې راغلي دي.

نوموړي زياته كړه، چې ډېرى داسې كسان په دغه زندان كې زندانيان دي، چې د عملياتو پرمهال د بهرنيو ځواكونه لخوا بې ګناه نيول شوي دي، چې په وينايې، بيا يې په مياشتو او كلونو پوښتنه نه كيږي.

نوموړي وويل، چې دا ډول كسان د بهرنيو ځواكونو لخوا په خپل سري عملياتو كي نيول كيږي.

دغه راخوشي شوي زندانيان وايي، چې دوى هلته کومه ستونزه نه لرله، خو يواځيني څه، چې دوى يې ځورول هغه د ژباړونکو ناسم چلند وو.

د زندانيانو په وينا، ژباړونكو به د زندانيانو خبرې او غوښتنې تر بهرنيانو په سمه توګه نه ور رسولې.

د يادولو وړ ده، چې شاوخوا درې مياشتې وړاندې هم يو شمېر زندانيان له باګرامه راخوشي شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA