د کندوز په چهاردره کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې، چې د دوو ورځو راهیسې یی دوام درلود ۲۵ تنه وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله وراوښتې.د کندوز ولایت امنیه قومندان عبدالرحمن سیدخیلي
د کندوز په چهاردره کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې، چې د دوو ورځو راهیسې یی دوام درلود ۲۵ تنه وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله وراوښتې.
د کندوز ولایت امنیه قومندان عبدالرحمن سیدخیلي نن پنجشنبه د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، چې د تېرو دوه ورځو راهیسې د کندوز په جنوب کې د پرتې چهاردرې ولسوالۍ په قصاب، نهرصوفی او یو شمېر نورو کلیو کې عملیات ترسره شوي، چی په پایله کې يې۱۰ وسله وال طالبان وژل شوی او ۱۵نور ټپیان دی.
سیدخیلی زیاتوي، چې په ټوله کې چهاردره د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده.
نوموړى وایي، چې په وژلو شویو کسانو کې ازبک طالبان هم شتون لري، خو هغه یی د شمېر په اړه وضاحت ورنه کړه.
د سيدخيلي په وينا، په دغه عملیاتو کې افغان ملی اردو او ملی پولیسو هم برخه درلوده، چې په كې۳ تنه پولیس هم ټپیان شوی دی، خو ولسې خلکو ته په كې زیان نه دی رسیدلی.
همدغه راز هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې پاتې وسله وال غرونو ته تښتېدلي دي، چې د نیولو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کندوز سيمه ییز چارواکي ډېر ځلې د علمیاتو وروسته د وسله والو طالبانو څخه د سیمې د پاکونې خبره کوي، خو د څو ورځو په تېرېدو وروسته وسله وال بیا خپل فعالیتونه په سیمه کې پیلوي.
د یادونې وړ ده، چې د کندوز د سيمه ییزو چارواکو د څرګندونو په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو لا څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


