په كندهار ولايت كې د خصوصي امنيتي كمپنيو د منحل كېدو په لړ كې پنځو نورو كمپنيو۷۳ ميله بېلا بېلي وسلې د ډاياك يا بې وسلې كولو پروګرام ته و سپارلې.
په كندهار ولايت كې د خصوصي امنيتي كمپنيو د منحل كېدو په لړ كې پنځو نورو كمپنيو۷۳ ميله بېلا بېلي وسلې د ډاياك يا بې وسلې كولو پروګرام ته و سپارلې.
د كندهار امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي رسنيو ته وويل، چې دغه پنځه كمپنۍ د احمدالله پوپل، رحمت سعادت، فتح خان، زيارت او ابدالي په نومونو دي او له يادو كمپنيو څخه يې ۷۳ ميله درنې او سپكې وسلې ترلاسه كړي دي.
هغه زياته كړه، چې په دغو كمپنيو كې ځينو په خپله خوښه وسلې سپارلي او له ځينو څخه د هغو ځانګړو عملياتو پر مهال، چې د كمپنيو د منحل كېدو او بې وسلو كولو په موخه ترسره كړي وسلې اخيستي دي.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم ديارلسو امنيتي كمپنيو په خپله خوښه ۲۷۷ ميله وسلې د ډاياګ پروګرام ته سپارلې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


