د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو په دريو بريدونو كې لږ تر لږه ۱۱ تنه ووژل شول. په وژل شويو كسانو كې ۶ هغه يې بهرنيان دي.
د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو په دريو بريدونو كې لږ تر لږه ۱۱ تنه ووژل شول.
په وژل شويو كسانو كې ۶ هغه يې بهرنيان دي.
ځايي چارواكو ويلي، چې لومړى بريد د شمالي وزيريستان مركز ميرانشاه څخه نږدې ۳ كيلومتره لرې د قطب خېلو په سيمه كې شوى.
د چارواكو په وينا، په دغه بريد كې يو موټر په نښه شوى و، چې په ترڅ كې يې ۴ تنه ووژل شول.
د سرچينې په وينا، په دغو څلورو وژل شويو كسانو كې ۲ هغه يې بهرنيان دي، خو تر اوسه يې سمه پېژندګلوي نه ده شوې، چې د كوم هېواد اوسېدونكي وو.
په دغې بريد كې پر دوى سربېره يو بل موټر هم زيانمن شوى، چې پكې ۳ سپرلۍ ژوبلې شوي دي.
دويم بريد د ميرعلي په عيسى خېلو كې شوى، په دې كې هم يو موټر په نښه شوى و، چې په ترڅ كې يې ۳ تنه وژل شوي دي او دا ټول ځايي خلك دي.
دريم بريد د دته خېلو په پايو خيل سيمه كې شوى او دې بريد كې هم موټر په نښه شوى و، چې په ترڅ كې يې ۴ تنه ووژل شول او د ځايي چارواكو په وينا، ټول يې بهرنيان وو.
بايد وويل شي، چې په تېرو څو مياشتو كې په دغه سيمه كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو بريدونو كې ډېروالى راغلى او دا په روانه اونۍ كې د خپل ډول لومړى بريد و.
په دغه بريدونو كې ډېرى وخت د حافظ ګل بهادر ډلې مركزونه په نښه كېږي، چې ځينې وخت په كې د بيت الله ډلې جګړه مار، ځايي او پنجابي طالبان او بهرنيان هم وژل كېږي.
شنونكي په دې نظر دي، چې جنوبي او شمالي وزيريستان دوه هغه سيمې دي، چې پكې د ځايي او بهرنيو ترهګرو غښتلي مركزونه شتون لري او له همدې كبله دغه سيمه د امريكا د بې پيلوټه الوتكو د بريدونو نښه ګرځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


