د يوې ترافيكي پېښې په ترڅ كې د هرات ولايت د عامه نظم ۴ پوليس مړه او ۵ نور ټپيان شول. د هرات ولايت د ګذرې ولسوال نثار احمد پوپل كليد ته وويل، دغه پېښه نن سهار د ګذرې ولسوالۍ
د يوې ترافيكي پېښې په ترڅ كې د هرات ولايت د عامه نظم ۴ پوليس مړه او ۵ نور ټپيان شول.
د هرات ولايت د ګذرې ولسوال نثار احمد پوپل كليد ته وويل، دغه پېښه نن سهار د ګذرې ولسوالۍ اړوند د كوتل خاكي په سيمه كې رامنځته شوې.
د نوموړي په وينا، دغه پوليس له سيمې څخه د تېرېدو په حال كې وو، چې موټر يې له لارې بې لارې او وروسته چپه شو.
ويل كېږي، چې د ټپيانو له جملې څخه د دوو روغتيا يي حالت د اندېښنې وړ دى.
د يو شمېر خلكو او شنونكو په وينا، له ترافيكي قوانينو څخه د نظامي موټر چلونكو نه خبرتيا د دې سبب ګرځي، چې كله ناكله دغه رازر پېښې رامنځته شي.
د ځايي چارواكو د معلوماتو له مخې، په روان لمريز كال كې د لويديزې حوزې۲۰ تنو امنيتي سرتېرو ته د ترافيكي پېښو په ترڅ كې مرګ ژوبله اوښتې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


