ads

كندهار د هېواد په كچه د ځغاستي دويم مقام ترلاسه كړ

څه موده مخكي د المپيك د ملي كمېټې له لوري په مركز كابل كې د هېواد په كچه د ولايتونو ترمنځ د ځغاستي سيالۍ پيل كړې وه، چې دې لوبو ته له كندهار ولايت څخه هم دوه تنه نوم څه موده مخكي د المپيك د ملي كمېټې له لوري په مركز كابل كې د هېواد […]

نویسنده: TKG
12 لړم 1389

څه موده مخكي د المپيك د ملي كمېټې له لوري په مركز كابل كې د هېواد په كچه د ولايتونو ترمنځ د ځغاستي سيالۍ پيل كړې وه، چې دې لوبو ته له كندهار ولايت څخه هم دوه تنه نوم

څه موده مخكي د المپيك د ملي كمېټې له لوري په مركز كابل كې د هېواد په كچه د ولايتونو ترمنځ د ځغاستي سيالۍ پيل كړې وه، چې دې لوبو ته له كندهار ولايت څخه هم دوه تنه نومول شوي وو، چې په كې يوه تن لوبغاړي نثار احمد د هېواد په كچه دويم مقام تر لاسه كړ.

د كندهار د سپورت او بدني روزنې امر محمدالله ګلالي په هغه مراسېمو كې، چې ياد لوبغاړي ته يې د ستاينليك او جايزې وركولو په موخه د اركوزيا افغان اعلاناتو له لوري جوړشوې وه وويل، چې ډېرى وخت د المپيك ملي كمېټه دې حوزې ته پاملرنه نه كوي او هغه ونډه، چې بايد د دې ولايت لوبغاړو ته وركړل شي نه وركول كېږي.

هغه دغه برى د كندهار لپاره وياړ وباله او ژمنه يې وكړه، چې تر خپلې وسه به په دې لاره كې ورسره مرسته كوي.

نثاراحمد، چې د ځغاستې په لوبې كې يې دويم مقام گټلى ډېر خوښ دى، خو پر دولتي چارواكو نيوكه كوي، چې د دوى ستونزو ته پاملرنه نه كوي.

ده له دولتي چارواكو غوښتنه كوله، چې دوى ته دې د تمرين لپاره وړ ځاى په واك كې وركړي.

د يادونې وړ ده، چې څو مياشتې مخكې د كندهار د كركټ لوبډلې هم د هېواد په كچه دويم مقام ګټلى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA