د فراه ولايت په بالابلوك ولسوالۍ كې پر يوې امنيتي پوستې وسله والو طالبانو راكټي بريد كړ، چې د چارواكو په وينا، چا ته پكې زيان نه دى اوښتى. د فراه ولايت امنيه قومندان محمد فقير عسكر كليد ته وويل،
د فراه ولايت په بالابلوك ولسوالۍ كې پر يوې امنيتي پوستې وسله والو طالبانو راكټي بريد كړ، چې د چارواكو په وينا، چا ته پكې زيان نه دى اوښتى.
د فراه ولايت امنيه قومندان محمد فقير عسكر كليد ته وويل، چې وسله والو طالبانو د بالابلوك ولسوالۍ له لويديځ څخه پر دغې پوستې بريد كړى و.
نومړي زياته كړې، چې په دغې پوستې كې د ملي اردو ۱۰ سرتيري دنده تر سره كوي، چې پېښې ورته زيان نه دى اړولى.
د عسكر په وينا، له هغې سيمې څخه، چې پر دغې پوستې بريد شوى و، پكې تصفيوي عمليات پيل شوي دي.
وسله والو طالبانو د پېښې پړه پر غاړه اخيستې او ادعا يې كړې، چې بريد كې يې د ملي پوليسو ۵ سرتيري وژلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


