ځايي چارواكو په مركزي بغلان كې د وسله والو طالبانو او ملي پوليسو ترمنځ د نښتې خبر وركړ. د بغلان د امنیت امر حاجی محمد وایي، نښته تېر ماښام د مركزي بغلان په منگل ها او بيدارخېلو
ځايي چارواكو په مركزي بغلان كې د وسله والو طالبانو او ملي پوليسو ترمنځ د نښتې خبر وركړ.
د بغلان د امنیت امر حاجی محمد وایي، نښته تېر ماښام د مركزي بغلان په منگل ها او بيدارخېلو سيمه كې شوې، چې په ترڅ كې يې ۲ وسله وال طالبان مړه او ۲ نور يې ټپيان شوي دي.
د ده په وينا، په دغه نښته کې پولیسو ته كوم زیان نه دی اوښتی.
د نښتې او په كې ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې د بغلان د ده سلا ولسوالۍ د رشیدی ښوونځي د اووم ټولګی یو تن زده کوونکی د شخصی دښمنۍ په پایله کې د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوى او وسله وال په تېښته بريالي شوي دي.
ځايي چارواکو د پېښې پخلى كړى او ويلي يې دي، چې دغه زده كوونكي د قاتلینو د نیولو لپاره يې هلې ځلې پيل كړي، خو تر اوسه يې په دې اړه څوک نه دي نیولي.
دغه راز، تېره ورځ هم په دې ولسوالۍ کې د شخصي تربګنۍ له كبله ۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په یاد ولایت کې دا ډول پېښی زیاتې شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


