د عراق په پايتخت بغداد كې د بېلابېلو بمي چاودنو له كبله لږ تر لږه ۶۳ تنه مړه او تر ۳۰۰ زيات ټپيان شول. ځايي چارواكو ويلي، چې په دې پښو كې ډيرى شيعه مېشتې سيمې په نښه شوي او ځينې چاودنې په ه
د عراق په پايتخت بغداد كې د بېلابېلو بمي چاودنو له كبله لږ تر لږه ۶۳ تنه مړه او تر ۳۰۰ زيات ټپيان شول.
ځايي چارواكو ويلي، چې په دې پښو كې ډيرى شيعه مېشتې سيمې په نښه شوي او ځينې چاودنې په هغو سيمو كې هم شوي، چې پكې شيعه او سنيان ګډ اوسېږي.
د دغو بمې چاودنو له كبله شاخوا ۷ بېلابېلې سيمې زيانمنې شوي دي.
د عراق د عامې روغتيا د وزير د معلوماتو له مخې، په دغو پېښو كې نږدې ۳۲۰ تنه ټپيان شوي، چې پكې ۸۰ فيصدو يې لومړني روغتيايي مرستې ترلاسه كړي او له روغتونونو څخه خارج شوي دي.
له سيمې څخه د رارسېدولو ريپوټونو له مخې، ډېرى چاودنې په موټرونو كې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونو توكو پر مټ شوي دي.
تر دې وړاندې د يكشنبې په ورځ د بغداد په يوې كليسا كې د يرغمل شويو كسانو د خلاصون پر مهال هم نږدې ۵۲ تنه او ۶ بريد كوونكي وژل شوي وو.
ويل كېږي د سې شنبې د ورځې دغه پېښې هغه مهال رامنځته شوې، چې د يكشنبې د ورځې د وژل شويو كسانو وروستني مراسم تر سره كېدل.
عراق كې څو كاله وړاندې، دغه راز زوروې پېښې رامنځته كېدې، خو په دې وروستيو كې د چاودېدونكو توكو د كمښت او دغه توكو ته د ترهګرو د نه لاسرسي له كبله يو څه كمې شوې وې.
د چارواكو په وينا، د روان كال په اكتوبر مېاشت كې تر ټول كمې پېښې رامنځته شوې وې، خو بېخي له منځه نه دي تللي او هره ورځ د عراق په ځينو برخو كې يو شمېر خلك خپل ژوند له لاسه وركوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


