ads

پكتيا كې ۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په جنوب ختيځ زون كې د ناټو ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې د سه شنبې په ورځ د پكتيا ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ كې د دوى په اډه توغول شوي توغندي اډې ته په ورڅېرمه كورنو لګ په جنوب ختيځ زون كې د ناټو ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې د سه شنبې په ورځ […]

نویسنده: TKG
11 لړم 1389

په جنوب ختيځ زون كې د ناټو ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې د سه شنبې په ورځ د پكتيا ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ كې د دوى په اډه توغول شوي توغندي اډې ته په ورڅېرمه كورنو لګ

په جنوب ختيځ زون كې د ناټو ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې د سه شنبې په ورځ د پكتيا ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ كې د دوى په اډه توغول شوي توغندي اډې ته په ورڅېرمه كورنو لګيدلي او له امله يې دوه ملكي كسان وژل شوي او درې  نور ټپيان دي.

كه څه هم ياده سرچينه وايي، چې توغندي د دولت وسله والو مخالفينو توغولي، خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه خپل غبرګون نه دى ښكاره كړى او ځايي چارواكو هم تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

بل پلو د خوست امنيې قوماندان جنرال عبدالحكيم اسحاقزى وايي، چې د سه شنبې په ورځ د دغه ولايت په صبريو ولسوالۍ كې ناټو ځواكونو پر يوې سراچه موټر هوايي بريد كړى، چې په ترڅ كې يې يوتن وژل شوى او موټر هم سوځېدلى دى.

تردې دمه ناټو ځواكونو د هوايي بريد او وژل شوي كس په اړه معلومات نه دي وركړي، او نه هم د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه ويلي دي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA