د جمهور رئيس وياند، کابل ته د مولوي کبير په ګډون د طالبانو د لوړ پوړيو کسانو د راتګ خبر په کلکه رد کړ. وړمه ورځ اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د يو پخواني افغان چارواکي، چې نوم يې
د جمهور رئيس وياند، کابل ته د مولوي کبير په ګډون د طالبانو د لوړ پوړيو کسانو د راتګ خبر په کلکه رد کړ.
وړمه ورځ اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د يو پخواني افغان چارواکي، چې نوم يې نه و څرګند شوى له خولې ليکلي و، چې د طالبانو د حکومت د وزيرانو شورا مرستيال او د ننګرهار والي او په پېښورکې د طالبانو د شورا اوسنى مشر مولوي عبدالکبير، د هغه مرستيال مولوي صدرعظم او د طالبانو د تورې بوړې د محاذ مشر او د پخواني جهادي مشر مولوي محمد يونس خالص زوى انوارالحق مجاهد دوه اونۍ مخکې کابل ته راغلي وو.
سرچينې زياته کړې وه، چې ياد شوي کسان له پېښوره په ځانګړې الوتکه کې کابل ته راوستل شوي وو او د سولې په اړه يې له لوړ پوړيو افغان چارواکو سره خبرې کړي دي.
د يادې سرچينې په وينا، دغه خبر په افغانستان کې د مېشتو لويديزوالو يوه چارواکي هم تاييد کړى دى.
خو د جمهور رئيس کرزي وياند وحيد عمر پرون په کابل کې په يوې خبري ناستې کې وويل، چې ياد شوي طالب چارواکي کابل ته نه دي راغلي او په دې اړه خپور شوى خبر بې بنسټه دى.
هغه زياته کړې، چې افغان حکومت د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو په دې اړه خبرې بايد د سولې د عالي شورا لخوا تر سره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


