د ننګرهار پوهنې رياست د دې ولايت په شپږو ولسواليو کې د ځانګړو کرنيزو لېسو جوړېدو ته د پوهنې وزارت د منظورۍ او په څلورو ولسواليو کې يې د لومړنيو چارو د پيل خبر ورکوي.
د ننګرهار پوهنې رياست د دې ولايت په شپږو ولسواليو کې د ځانګړو کرنيزو لېسو جوړېدو ته د پوهنې وزارت د منظورۍ او په څلورو ولسواليو کې يې د لومړنيو چارو د پيل خبر ورکوي.
د دې رياست وياند محمد آصف شينوارى وايي په دې ولسواليو کې چپرهار، سره رود، هسکه مېنه، رودات، غني خېل او کامه شاملې دي، چې له وروستيو دوو پرته يې تراوسه د نورو په يوه، يوه لېسه کې يو، يو ټولګى په رسمي ډول پرانېستل شوى.
د شينواري په وينا، دې لېسو ته د نوي ښوونيز کال په جوړېدونکي انکشافي بوديجه کې د لګښت او ودانيو جوړولو امکانات په پام کې دي، خو ترهغې به په شپږو واړو دې ولسواليو کې دا کرنيزې لېسې د يوه، يوه ټولګي په لرلو سره د نورو لېسو په ودانيو کې فعاليت کوي.
د پوهنې رياست وياند، چې دغه نوې رامنځته کېدونکې مسلکي لېسې خورا ګټورې بولي وايي، په نورو لېسو کې د منځنيو زده کړو تر بشپړولو وروسته هغه کسان به پکې د شاملېدو چانس خپل کړي، چې پينځه اويا سلنه نومرې ولري.
د ننګرهار يو شمېر استوګن هم د دې لېسو پرمنظورېدو خوښي ښيي او غوښتنه لري، چې ورته د ودانيو په جوړولو او نورو اسانتياوو برابرولو کې هم بايد ځايي او مرکزي چارواکي پوره پاملرنه وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


