تېره شپه د اوو بجو په شاوخوا كې د كندهار ښار د څلورمې حوزې اړوند د زاړه ګمرك په كوڅه كې چاودنه شوې، چې درېيو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
تېره شپه د اوو بجو په شاوخوا كې د كندهار ښار د څلورمې حوزې اړوند د زاړه ګمرك په كوڅه كې چاودنه شوې، چې درېيو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
د كندهار د امنيت امر فضل احمد شېرزاد په دې اړه كليد ته وويل، چې دريو
تنو د دولت مخالفينو، چې يو يې د موټرو مستري دى، غوښتل يې، چې چاودېدونكي توكي د موټر په ماشين كې ځاى پرځاى كړي، چې پرې وچاودېدل او له امله يې يو تن وژل شوى او دوه نور يې ژوبل شوي دي.
د نوموړي په وينا، ژوبل كسان د امنيتي سرتېرو لخوا نيول شوي دي، خو د ميرويس روغتون ډاكټران وايي، چې د دغه پېښي څخه دوى ته پنځه تنه ژوبل كسان ور وړل شوي، چې څلور يې پوليس او يو يې ماشوم دى.
د پېښي په اړه تر دې دمه وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.
همدا ډول د اتو بجو په شاوخوا کې هم د يوې بلي چاودنې غږ اورېدل شوى، چې چارواکي يې په اړه ځان ناخبره ښيي.
د يادونې وړ ده، چې وړمه ورځ هم د كندهار ښار اړوند په څلورمه ناحيه كې
د ملګرو ملتونو پر موټر چاودنه شوې وه، چې له امله يې دوه تنه عام وګړي ژوبل
شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


