ads

د ګډو ځواكونو په ځوابي ډزو كې ۳ ولسي وګړي ټپيان شول

د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې پرګډو ځواکونو تر بريد وروسته د ډزو پرمهال د يوې ښځې په ګډون لږ، ترلږه درې ولسي وګړي ټپيان شوي، چې د خوګياڼو ولسوال يې پړه پر بهرنيو ځواکونو اچوي. د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې پرګډو ځواکونو تر بريد وروسته د ډزو پرمهال د يوې ښځې په ګډون […]

نویسنده: TKG
11 لړم 1389

د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې پرګډو ځواکونو تر بريد وروسته د ډزو پرمهال د يوې ښځې په ګډون لږ، ترلږه درې ولسي وګړي ټپيان شوي، چې د خوګياڼو ولسوال يې پړه پر بهرنيو ځواکونو اچوي.

د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې پرګډو ځواکونو تر بريد وروسته د ډزو پرمهال د يوې ښځې په ګډون لږ، ترلږه درې ولسي وګړي ټپيان شوي، چې د خوګياڼو ولسوال يې پړه پر بهرنيو ځواکونو اچوي.

دغه کسان پرون غرمه دوه بجې په زاوې سيمه کې وروسته تر هغې ټپيان شوي، چې ګډ ځواکونه د وسله والو طالبانو تر يوه بريد لاندې راغلل.

د خوګياڼو ولسوال ملک حسن، چې بريد کې ګډو ځواکونو ته له زيان اوښتو او نه اوښتو ناخبري ښيي، وايي، د بهرنيو ځواکونو په ځوابي ډزو کې يوه ښځه او دوه نور ولسي وګړي ټپيان دي.

دى وايي، ګډ ځواکونه له څو ورځو راهيسې په زاوې او ورته نېږدې څو نورو سيمو کې ګزمې لري، خو په اړه يې نور جزيات نه ورکوي.

په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې تربيا، بيا هڅو وروسته هم په دې اړه له خبرو ډډه وکړه.

په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د دويمې لېوا قومندان بريد جنرال محمد افضل هم کليد ته پرونۍ پېښه ومنله، خو ويې ويل، لا سپينه شوې نه ده، چې ولسي خلک به د بهرنيو ځواکونو په ډزو ټپيان وي.

جنرال افضل هم د ټپيانو شمېره درې تنه وښوده او ويې ويل، يو تن يې، چې وضعيت يې د اندېښنې وړ و، د بهرنيو ځواکونو يوه روغتون ته د درملنې په نيت وړل شوى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا کليد ته وويل، چې ملګرو يې پر بهرني ټانګ بريد کې دوه بهرني سرتېري يې وژلي دي.

مجاهد ادعا وكړه، چې د بهرنيو ځواکونو په ډزو کې پينځه هغه ولسي وګړي ټپيان دي، چې په يوه موټر کې د پېښې له سيمې تېرېدل.

د خوګياڼو ولسوالي، چې د ننګرهار له نسبتاً ناامنو ولسواليو څخه ګڼل کېږي، دا پکې له څه مهاله تر کرارې شوې وضعې وروسته د ناامنۍ لومړۍ پېښه ګڼل کېږي.

دا ولسوالي، چې وېل کېږي د دولت وسله والې مخالفې ډلې پکې موجودې دي، ځايي خلک پکې د پېښو لامل هم ډېر کله دې سيمې ته د بهرنيو ځواکونو ورتګ ګڼي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA