ads

د ګډو ځواكونو پر كاروان ځانمرګى بريد

د کندهار ولايت په ژړۍ ولسوالۍ كې تېره شپه، ماښام مهال د ګډو ځواكونو د امنيتي قراګاه په دروازه كې ځانمرګى بريد شوى، چې په ترڅ كې يې ۲ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.     د کندهار ولايت په ژړۍ ولسوالۍ كې تېره شپه، ماښام مهال د ګډو ځواكونو د امنيتي قراګاه په […]

نویسنده: TKG
11 لړم 1389

د کندهار ولايت په ژړۍ ولسوالۍ كې تېره شپه، ماښام مهال د ګډو ځواكونو د امنيتي قراګاه په دروازه كې ځانمرګى بريد شوى، چې په ترڅ كې يې ۲ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

 

 

د کندهار ولايت په ژړۍ ولسوالۍ كې تېره شپه، ماښام مهال د ګډو ځواكونو د امنيتي قراګاه په دروازه كې ځانمرګى بريد شوى، چې په ترڅ كې يې ۲ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ژړۍ ولسوال حاجي عبدالكريم ولسمل د پېښې پخلى كوي او وايي، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، كله، چې افغان او امريكايي ځواكونه له ګزمې وروسته خپلې قراګا ته ننول.

د نوموړي په وينا، پېښه د ژړۍ ولسوالۍ اړوند د سنځري سيمي په زمان آغا غونډۍ كې رامنځته شوې.

ولسمل د بهرنيو او كورنيو سرتېرو د مرګ ژوبلي په اړه جزئيات ورنه كړه.

د کندهار د والي وياند زلمى ايوبي هم د پېښې پخلى کړى او ويلي يې دي، چې په پېښه کې بهرني سرتيري هم ټپيان شوي دي، خو د شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.

په سيمه كې مېشتو امريكايي ځواكونو لا په دې اړه څه نه دي ويلي او نه هم وسله والو طالبانو د پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA