ads

د ننګرهار پر شېرزادو ولسوالۍ د ايتلافي ځواكونو عمليات

د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې تېره شپه ايتلافي ځواکونو پوځي عمليات کړي، چې د دوى په دعوه يو لوړ پوړى دولت ضد وسله وال يې پکې له ګڼو نورو ملګرو سره وژلى دى. د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې تېره شپه ايتلافي ځواکونو پوځي عمليات کړي، چې د دوى په دعوه يو لوړ پوړى […]

نویسنده: TKG
11 لړم 1389

د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې تېره شپه ايتلافي ځواکونو پوځي عمليات کړي، چې د دوى په دعوه يو لوړ پوړى دولت ضد وسله وال يې پکې له ګڼو نورو ملګرو سره وژلى دى.

د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې تېره شپه ايتلافي ځواکونو پوځي عمليات کړي، چې د دوى په دعوه يو لوړ پوړى دولت ضد وسله وال يې پکې له ګڼو نورو ملګرو سره وژلى دى.

په ختيځ کې د دې ځواکونو مطبوعاتي ادارې کليد ته را استولې خبرپاڼه کې د عملياتوبڼه، پکې د وژل شويو خلکو شمېر او د افغان ځواکونو د ګډون يانه ګډون او نورو جزياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو د عملياتو سيمه يې سيدخېل ښودلې.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى د عملياتو پخلى او پکې د افغان ځواکونو د شتوالي وايي، خو له نورو جزياتو ناخبري ښيي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې د شېرزادو پر توتو سيمې ايتلافي ځواکونو هوايي بمبار کړى، چې پکې يو وسله وال طالب او يو ولسي وګړى وژل شوي او دوه نور ولسي وګړي ټپيان دي.

يوه ځايي استوګن بيا په عملياتو کې د يوه ولسي وګړي د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو وويل او د عملياتو سيمه يې توتو وښوده.

د شېرزادو ولسوالي، چې د ننګرهار تر ټولو ناامنه او ترنېمايي ډېره د دولت د وسله والو مخالفينو په واک کې ګڼل کېږي، دا پکې تر څه ځنډ وروسته د ناامنۍ لومړۍ پېښه ده.

له پاکستان سره په لنډه پوله پرته دې سرحدي ولسوالۍ کې يو شمېر ځايي امنيتي چارواکي او دغه راز څه ځايي خلک د پاکستاني وسله والو د شتوالي خبره کوي، خو وسله وال طالبان يې دعوه بې ځايه بولي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA