ads

د كونړ په ماڼوګي او څوكۍ كې د ګډو ځواكونو عمليات

د کونړ په ماڼوګي او څوکۍ ولسواليو کې د افغان او ايتلافي ځواکونو تصفيوي او وقفه يي عمليات لا هم روان دي، چې پوځي چارواکي پکې د يو شمېر وسلو او مهماتو د نيونې ترڅنګ د يوه ملي اردو سرتېري د برسېرن ټپي کېدو خبر ورکوي.     د کونړ په ماڼوګي او څوکۍ ولسواليو […]

نویسنده: TKG
11 لړم 1389

د کونړ په ماڼوګي او څوکۍ ولسواليو کې د افغان او ايتلافي ځواکونو تصفيوي او وقفه يي عمليات لا هم روان دي، چې پوځي چارواکي پکې د يو شمېر وسلو او مهماتو د نيونې ترڅنګ د يوه ملي اردو سرتېري د برسېرن ټپي کېدو خبر ورکوي.

 

 

د کونړ په ماڼوګي او څوکۍ ولسواليو کې د افغان او ايتلافي ځواکونو تصفيوي او وقفه يي عمليات لا هم روان دي، چې پوځي چارواکي پکې د يو شمېر وسلو او مهماتو د نيونې ترڅنګ د يوه ملي اردو سرتېري د برسېرن ټپي کېدو خبر ورکوي.

په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د دويمې لېوا قومندان بريد جنرال محمد افضل وايي، د ماڼونګي عمليات تصفيوي او د څوکۍ وقفه يي بڼه لري.

د ده په وينا، په عملياتو کې افغان ملي اردو او ايتلافي سرتېري له کوم غبرګون سره نه دي مخامخ، خو يوازې يو افغان سرتېرى پرون په څوکۍ ولسوالۍ کې برسېرن ټپي شوى دى.

په ختيځ کې د ملي اردو قومندان دغه راز په څوکۍ کې د يو شمېر مهماتو او ناچاوده توکيو د نيونې هم وايي، خو په اړه يې ډېر جزيات نه ورکوي.

دا عمليات په هغو سيمو کې روان دي، چې وېل کېږي د حزب اسلامي وسله واله ډله پکې کسان لري.

د دې ډلې ځايي وياند زبيرصديقي هم دا خبره مني او دعوه لري، چې پرون يې دواړو سيمو کې دوه بهرني ټانګونه ويجاړ کړي او يو افغان او دوه بهرني سرتېري يې وژلي.

د کونړ د ولايتي شورا رئيس دا عمليات پرون نا اړينه په دې ګڼلي و، چې په وينا، يې له دولته د تازه ناراضه شوي مخور نجم الدين خان په ځپلو پسې پيل شوي.

د ولايتي شورا رئيس، چې د کونړ د پخواني امنيې قومندان او د حزب اسلامي اړوند دې کس د وسله وال کېدو پخلى يې کاوه، ويل يې ده لا د دولت پرضد کوم وسله وال غبرګون نه و ښودلى.

دا عمليات، چې لا يې د پاى ته رسېدو وخت نه دى معلوم، ځايي چارواکو هم پکې دوى سره د ناهمغږۍ نيوکه لرله.

ايتلافي ځواکونه، چې اوس د دې عملياتو په اړه څه نه وايي، په يوازينيو خپرو کړو معلوماتو کې ترپرونه پکې د خپلو اتو وسله والو مخالفينو د وژنې دعوه لرله.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA