ads

بادغيس كې، وسله والو طالبانو ۲ مېرمنې ووژلې

ځايي چارواكو ويلي، چې وسله والو طالبانو په بادغيس ولايت كې د يوې كورنۍ دوه مېرمنې په ډزو سره وژلي دي. د بادغيس ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالجبار په دې اړه كليد ت   ځايي چارواكو ويلي، چې وسله والو طالبانو په بادغيس ولايت كې د يوې كورنۍ دوه مېرمنې په […]

نویسنده: TKG
11 لړم 1389

ځايي چارواكو ويلي، چې وسله والو طالبانو په بادغيس ولايت كې د يوې كورنۍ دوه مېرمنې په ډزو سره وژلي دي. د بادغيس ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالجبار په دې اړه كليد ت

 

ځايي چارواكو ويلي، چې وسله والو طالبانو په بادغيس ولايت كې د يوې كورنۍ دوه مېرمنې په ډزو سره وژلي دي.

د بادغيس ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالجبار په دې اړه كليد ته وويل، چې دغه پېښه پرون د همدې ولايت په جوند ولسوالۍ كې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته كړې، چې تېره شپه طالبانو د قومندان نعيم پر كور بريد وكړ، چې په ترڅ كې يې د كورنۍ دوه تنه، چې مېرمنې دي ووژلې.

ويل كېږي قومندان نعيم هم د وسله والو طالبانو د ډلې غړى و، چې په دې وروستيو كې يې له جنګه لاس اخيستى او د سولې له پروسې سره يو ځاى شوى و.

وسله والو طالبانو لا په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال كې ده، چې د هېواد په لويديځ كې د سولې د ټينګښټ كمېسيون مسؤلينو ويلي وو، چې د سولې له پروسې سره د يو ځاى شويو كسانو او كورنيو خونديتوب د دوى پر غاړه دى، خو تر اوسه څو ځله وسله والو طالبانو هغه كسان، چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي يا له افغان دولت سره مرسته كوي، تهديد كړي يا وژلي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA