ads

پكتيا كې ۲۱ وسله وال طالبان ووژل شول

ځايي چارواكي وايي، چې تېره شپه د پكتيا ولايت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو په هوايي بريد كې وسله والو طالبانو ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتې. ځايي چارواكي وايي، چې تېره شپه د پكتيا ولايت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو په هوايي بريد كې وسله والو طالبانو ته ګڼه […]

نویسنده: TKG
10 لړم 1389

ځايي چارواكي وايي، چې تېره شپه د پكتيا ولايت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو په هوايي بريد كې وسله والو طالبانو ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتې.

ځايي چارواكي وايي، چې تېره شپه د پكتيا ولايت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو په هوايي بريد كې وسله والو طالبانو ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتې.

په جنوب ختيځ زون كې د (۲۰۳) تندر قول اردو وياند ساعت ګل هوتك رسنيو ته ويلي، چې په دغه هوايې بريد كې ۲۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي، چې په وينا يې، پكې د وسله والو طالبانو يو تن قومندان ابراهيم هم شامل دى.

بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په هوايې بريد كې خپلو ملګرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو پخلى نه كوي او وايې چې بهرنيو ځواكونو د ولسي وګړو يو كور محاصره كړى او بيا يې د هوايې بريد له امله (۱۷) تنه ملكي وګړي وژلي دي .

د پېښې په اړه په جنوب ختيځ زون كې د مېشتو بهرنيو ځواكونو د مطبوعاتي دفتر له خوا لا تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويل شوي.

پاتې دې نه وي، چې په دې ورستيو كې دا لوى هوايي بريد ګڼل كېږي، چې په اړه يې د جګړې دواړه غاړې بېلابېل معلومات وركوي.

ياده دې وي، چې څه موده وړاندې د پكتيا په سرحدي ولسوالۍ ډنډې پټان كې هم د بهرنيو ځواكونو له خوا په ورته هوايې بريد كې وسله والو ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتې وه او دا ورستى هوايې بريد و، چې په اړه يې لا كره معلومات د رسنيو په واك كې نه دي وركړل شوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA