ځايي چارواکو په هلمند ولايت كې له هغو دريوامنيتي كمپنيو څخه د نورو ۳۷ ميله بېلابېلو وسلو د اخيستلو خبر وركړ، چې څه موده وړاندې يې ترې ۹۴ ميله بېلابېلې وسلې ټولې كړې وې.
ځايي چارواکو په هلمند ولايت كې له هغو دريوامنيتي كمپنيو څخه د نورو ۳۷ ميله بېلابېلو وسلو د اخيستلو خبر وركړ، چې څه موده وړاندې يې ترې ۹۴ ميله بېلابېلې وسلې ټولې كړې وې.
په دغه ولايت کې د امنيتي کمپنيو څخه د تر لاسه شويو وسلو په اړه د هلمند امنيه قومندانۍ د ډاياک پروګرام مسؤل سمونمل عبيدالله وطندوست وايي، چې په تر لاسه شويو وسلو كي ۳۳ ميله كلاشنكوفونه، ۳ ميله پيكاه، يو ميل ارپي جې راكيټ شامل دي.
د ده په وينا، په هلمند ولايت کې د دې دريو کمپنيو سربېره دوې نورې امنيتې کمپنۍ هم شته، چې له امنيه قومندانۍ سره ثبت دي او په وار سره به له هغو څخه هم وسلې ټولې شي.
همداراز د امنيه قوماندانۍ د انجينرۍ څانګي مسؤل تور ن خان محمد وويل، چې په تېرو څو وروځو كې يې ۲۳ حلقې ماينونه د ناوي، ګرېشک او لښکر ګاه په اړونده لارو کې کشف او نيولي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


