ads

ننګرهار كې د بمي چاودنو خبر وركړل شو

د ننګرهار په بېلا بېلو سيمو کې تېرماښام درې بمي چاودنې شوي، چې ځايي چارواکي او وسله وال طالبان يې په اړه بېلا بېل نظرونه لري. د ننګرهار د والي وياند، احمدضيا عبدالزى وايي،   د ننګرهار په بېلا بېلو سيمو کې تېرماښام درې بمي چاودنې شوي، چې ځايي چارواکي او وسله وال طالبان يې […]

نویسنده: TKG
10 لړم 1389
ننګرهار كې د بمي چاودنو خبر وركړل شو

د ننګرهار په بېلا بېلو سيمو کې تېرماښام درې بمي چاودنې شوي، چې ځايي چارواکي او وسله وال طالبان يې په اړه بېلا بېل نظرونه لري. د ننګرهار د والي وياند، احمدضيا عبدالزى وايي،

 

د ننګرهار په بېلا بېلو سيمو کې تېرماښام درې بمي چاودنې شوي، چې ځايي چارواکي او وسله وال طالبان يې په اړه بېلا بېل نظرونه لري.

د ننګرهار د والي وياند، احمدضيا عبدالزى وايي، دوه چاودنې د جلال اباد – تورخم پرلاره د کليکسون باغ مخې ته د بهرنيو ځواکونو د تېرېدو پرمهال شوي، چې زيان نه لري.

بلخوا د يو شمېر ځايي خلکو په خبره د ننګرهار په ځوانانو پارک کې هم تېر ماښام د يوې چاودنې غږ اورېدل شوى.

د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور وايي، چې دغه چاودنه په دې پارک كې نه، بلکې د صنعتي پارک په يوه غرفه کې شوې او زيان نه لري.

د درېيو واړو چاودنو مسؤليت د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته پرغاړه واخېست او دعوه يې وکړه، چې د تورخم – جلال اباد پر لاره يې په يوه بهرني ټانګ کې څلور او بله پېښه کې هم څلور افغان پوليس وژلي.

د ننګرهار ځايي چارواکي بيا دا دعوې نه مني او په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي اداره يې په اړه څه نه وايي.

ننګرهار، چې له څه وخته پکې ناکرار شوى وضعيت راښه شوى و، لږ وخت کېږي، چې بيا پکې د ناامنۍ ځينې پېښې ليدل کېږي.

د ځينو په اند که مرکزي حکومت دې سرحدي ولايت ته په ټولو امنيتي برخو او ځانګړي ډول د پوليسو په کم کړل شوي تشکيل کې بيرته زياتوالى رانه ولي، ښايي داسې پېښې بيا وليدل شي، چې پايلې به يې زيانمنونکې وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA