ځايي چارواكو د نيمروز ولايت په كنګ ولسوالۍ كې د ملي پوليسو پر موټر د سړك د غاړې بمي چاودنې خبر وركړ. د چارواكو په وينا، دغه پېښه نن سهار رامنځته شوې، خو پېښې كې يوازې د ملي پوليسو موټ
ځايي چارواكو د نيمروز ولايت په كنګ ولسوالۍ كې د ملي پوليسو پر موټر د سړك د غاړې بمي چاودنې خبر وركړ.
د چارواكو په وينا، دغه پېښه نن سهار رامنځته شوې، خو پېښې كې يوازې د ملي پوليسو موټر يو څه خراب شوى دى او د ملي پوليسو سرتېرو ته پكې څه زيان نه دى اوښتى.
بلخوا د وسله والو طالبانو د پېښې پړه پر غاړه اخيستې او ادعا يې كړې، چې په دغه بريد كې يې ملي پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده، خو دوى د دغې مرګ ژوبله كچه نه ده ښوولې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


