ads

د پكتيا ۷ شخصي امنيتي كمپنۍ بې وسلې شوې

د ډاياك پروګرام ته د شخصصي ۷ امنيتي كمپنيو مسؤلينو خپلې وسلې د امنيتي چارواكو له لارې وسپارلې. د پكتيا په مركز ګردېز كې ۱۴۷ مېله بېلابېلې هغه وسلې د ډاياك يا د بې وسلي كولو پروګرام  ته  وسپارل شوې   د ډاياك پروګرام ته د شخصصي ۷ امنيتي كمپنيو مسؤلينو خپلې وسلې د امنيتي […]

نویسنده: TKG
10 لړم 1389

د ډاياك پروګرام ته د شخصصي ۷ امنيتي كمپنيو مسؤلينو خپلې وسلې د امنيتي چارواكو له لارې وسپارلې. د پكتيا په مركز ګردېز كې ۱۴۷ مېله بېلابېلې هغه وسلې د ډاياك يا د بې وسلي كولو پروګرام  ته  وسپارل شوې

 

د ډاياك پروګرام ته د شخصصي ۷ امنيتي كمپنيو مسؤلينو خپلې وسلې د امنيتي چارواكو له لارې وسپارلې.

د پكتيا په مركز ګردېز كې ۱۴۷ مېله بېلابېلې هغه وسلې د ډاياك يا د بې وسلي كولو پروګرام  ته  وسپارل شوې، چې د شخصي امنيتي كمپنيو څخه راټولې شوې وې.

په سويل ختيځ زون كې د پنځه سوه پنځم سپين غر قومندانۍ قومندان ګل نبي احمدزى وايي، دغه ۱۴۷ ميله وسلې يي د شمشاد، فريد كوهي، خالد يوسف، شېر ګرديزي، اريوب، وايګل او فريد له كمپنيو څخه اخيستې دي، چې د سړك جوړونې د شركتونو او د بهرنيو ځواكونو پوځي اډو ته د اكمالاتي كاروانونو ساتنه يې كوله.

ځايې چارواكي وايي، چې په ور سپارل شويو وسلو كې روسي، چينايې او پاكستاني كلاشينكوفونه، پيكاوې او راكټ  شامل دي، چې د پكتيا له اوو امنيتي كمپنيو څخه اخيستل شوې دي.

د پكتيا امنيه قومندان جنرال عبدالغفار ساپى وايي، دا مهال په دې ولايت كې يوه امنيتي كمپنۍ هم نه شته، چې ناقانونه وسلې دې ولري.

د دې وسلو سپارونكي وايي، چې وسلې يې په خپله خوښه امنيتي ځواكونو ته سپارلې دي.

د شخصي امنيتي كمپنيو بې وسلې كول، چې د جمهور رئيس كرزي د (۶۲) حكم له مخې تر سره كېږي د پكتيا ولايتي چارواكي يې په اړه وايي، چې په دې ولايت كې به د شلو ورځو په اوږدو كې د شخصي امنيتي كمپنيو وسلې په بشپړ ډول راټولې او د ډاياك پروګرام ته به يې وسپاري.

كه څه هم دا لومړى ځل نه دى، چې ناقانونه وسلې د ډاياك پروګرام ته سپارل كېږي، خو چارواكي وايي، چې له دې سره د ناقانونه وسلو د راټولولو لړۍ پاى ته په رسېدو ده.

پاتې دې نه وې، چې څو ورځې وړاندې هم په  پكتيا ولايت كې يو شمېر هغه وسلې، چې د ځايې پخوانيو جهادي قومندانانو او د شخصي امنيتي كمپنيو څخه اخيستل شوې وې د ډاياك كمېسيون ته وسپارل شوې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA