ځايي چارواكو ويلي، چې تېره شپه ۹ بجې د فراه ولايت د ملي امنيت د رئيس جنرال عبدالصمد خان پر كور ۲ تنو ځانمرګو بريد كوونكو بريد كړى، چې په ترڅ كې يې همدې رياست يو كار كوونكى مړ او دوه نور ټپيان شول.
ځايي چارواكو ويلي، چې تېره شپه ۹ بجې د فراه ولايت د ملي امنيت د رئيس جنرال عبدالصمد خان پر كور ۲ تنو ځانمرګو بريد كوونكو بريد كړى، چې په ترڅ كې يې همدې رياست يو كار كوونكى مړ او دوه نور ټپيان شول.
په سيمه كې عيني شاهدانو كليد ته ويلي، چې يادو ځانمرګو له يوې سراچه ډوله موټر څخه ښكته شول او په منډه منډه يې ځان د ملي امنيت د رئيس كور ته ورساوه، چې هلته د امنيتي ځواكونو د سرتېرو له غبرګون سره مخ شول.
د فراه امنيه قومندان محمد فقير عسكر په دې اړه كليد ته وويل، چې د ځانمرګو او امنيتي سرتېرو ترمنځ د نښتې په ترڅ كې ځانمرګو ځانونه والوځول، چې له كبله يې د ملي امنيت يو كاركوونكى مړ او دوه نور ټپيان شول.
نوموړي زياته كړه، چې ځانمرګو غوښتل د فراه ولايت د ملي امنيت د رئيس كور ته ننوځي خو په دې كار كې پاتې راغله.
د عسكر په وينا، په بريد كې د ملي امنيت رئيس او كورنۍ ته يې كوم زيان نه دى اوښتى.
په همدې حال كې د وسله والو طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته په خبرو كې ادعا كړې، چې په دغه ځانمرګي بريد كې يې د ملي امنيت ۲ كاركوونكي وژلي او درې نور يې ټپيان كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


