ads

د علي اباد ولسوال پر موټر بمي چاودنه

ځايي چارواكي وايي، چې د کندوز ولایت د علي اباد ولسوال پر موټر بمي چاودنه شوې، چې په پایله کې يې د دغه ولسوال موټر چلوونکى او یو تن ساتونکى ټپيان شول.     ځايي چارواكي وايي، چې د کندوز ولایت د علي اباد ولسوال پر موټر بمي چاودنه شوې، چې په پایله کې يې […]

نویسنده: TKG
10 لړم 1389

ځايي چارواكي وايي، چې د کندوز ولایت د علي اباد ولسوال پر موټر بمي چاودنه شوې، چې په پایله کې يې د دغه ولسوال موټر چلوونکى او یو تن ساتونکى ټپيان شول.

 

 

ځايي چارواكي وايي، چې د کندوز ولایت د علي اباد ولسوال پر موټر بمي چاودنه شوې، چې په پایله کې يې د دغه ولسوال موټر چلوونکى او یو تن ساتونکى ټپيان شول.

د علی اباد ولسوال حبيب الله، چی د پېښې پرمهال په موټر كې نه كليد ته وويل، چې

پېښه نن سهار هغه مهال د كندوز ښار په كابل بندر سيمه كې د كرنې رياست ترڅنګ سړك پر سر رامنځته شوه، چې موټر يې په ده پسې كور ته روان وو.

د ده په وينا، بم په يوه زرنج موټرسايكل كې ځاى پر ځاى شوى وو، چې د چاودېدو له كبله يې يوازې موټر چلوونكى او يو ساتونكى ټپيان شوي او بل چا ته په كې زيان نه دى اوښتى.

نوموړي كه څه له ډېر څه ويلو ډډه كوله، خو ويې ويل، چې دا کار د وسله والو طالبانو نه دى.

د یادونې وړ ده، چې د دغه برید مسؤلیت لا تر اوسه وسله والو طالبانو پر غاړه نه دى اخيستى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA