ads

د بې پيلوټه الوتكې بريد كې پنځه تنه ووژل شول

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې لږ تر لږه ۵ تنه ووژل شول. ځايي چارواكو رسنيو ته ويلي، چې دغه بريد د شمالي وزيريستان مركز ميرانشاه څخه نږدې ۲۵ ك   د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې […]

نویسنده: TKG
10 لړم 1389

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې لږ تر لږه ۵ تنه ووژل شول. ځايي چارواكو رسنيو ته ويلي، چې دغه بريد د شمالي وزيريستان مركز ميرانشاه څخه نږدې ۲۵ ك

 

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې لږ تر لږه ۵ تنه ووژل شول.

ځايي چارواكو رسنيو ته ويلي، چې دغه بريد د شمالي وزيريستان مركز ميرانشاه څخه نږدې ۲۵ كيلو متره لرې د ميرعلي په حيدرخېلو سميه كې شوى، چې پكې د يادو الوتكو لخوا يو كور په نښه شوى و.

د چارواكو په وينا، بريد كې له الوتكې څخه پر كور دوه مزايل توغول شوي وو، چې له كبله يې كور په مكمل ډول ويجاړ شوى دى.

فرانسوي خبري اژانس (اى ايف پي) د ځايي امنيتي چاروكو له خولې ليكلي، چې په بريد كې ويشتل شوى كور د احمد علي په نامه د يوه ځايي اوسېدونكي ملكيت وو، چې په وينا يې، دغه كور ته ترهګرو تګ راتګ كاوه.

ځايي خلكو رسنيو ته ويلي، چې د نورو بريدونو له وېرې يوازې څو تنه د پېښې ځاى ته د مړيو راويستلو لپاره ورغلي او تر اوسه لا روښانه نه ده، چې پېښه كې وژل شوي كسان څوك دي او پكې كوم بهرنى هم شامل دى كه نه.

د هغو خبرونو له خپرېدا وروسته، چې پكې ويل شوي وو، د پاكستان په قبايلي سيمو كې ترهګر پلان لري، چې د بمبيي په څېر په اروپا كې هم ورته بريدونه ترسره كړي، په دغې سيمې كې د بې پيلوټه الوتكو بريدونو كې ډېروالى راغلى دى.

د روان ميلادي كال د سيپټمبر له دريمې وروسته د پاكستان په قبايلي سيمو كې د ترهګرو لخوا په تر سره شويو بريدونو كې له ۱۵۰ څخه زيات كسان وژل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA