د بغلان ولايت ځايي چارواكو په ډنډې غوري ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو لخوا د دوه عرب ژورنالستانو او ورسره ۳ تنه افغانان د جاسوسۍ په تور یرغمل كولو خبر وركړ.
د بغلان ولايت ځايي چارواكو په ډنډې غوري ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو لخوا د دوه عرب ژورنالستانو او ورسره ۳ تنه افغانان د جاسوسۍ په تور یرغمل كولو خبر وركړ.
د بغلان ولایت یوه امنیتی چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط كليد ته وويل، چې دغه دوه عرب خبریالان هغه مهال د قومندان لال، چې په سیمه کې د وسله والو طالبانو قومندان دی له لوري برمته شول، کله چې د هغوی ۵ ملګري د بهرنيو ځواكونو د هوایي برید په پایله کې و وژل شول.
ويل كېږي، وسله وال طالبان پر دغو برمتته شويو كسانو شک کوي، چې ګنې دوى په اړه افغان او بهرنيو ځواكونو ته معلومات وركړي.
تر اوسه په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي او نه هم كومې كره سرچينې د پېښې پخلى كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


