ads

هلمند كې ۱۷ وسله وال طالبان ووژل شول

ځايي چارواكو په هلمند ولايت كې د يو لړ عملياتو په ترڅ كې د ۱۷ وسله والو طالبانو د وژلو او نشه يي توكو د نيولو خبر وركړ. د هلمند د والي وياند داود احمدي کليد ته په دې اړه وويل،     ځايي چارواكو په هلمند ولايت كې د يو لړ عملياتو په ترڅ […]

نویسنده: TKG
9 لړم 1389
هلمند كې ۱۷ وسله وال طالبان ووژل شول

ځايي چارواكو په هلمند ولايت كې د يو لړ عملياتو په ترڅ كې د ۱۷ وسله والو طالبانو د وژلو او نشه يي توكو د نيولو خبر وركړ. د هلمند د والي وياند داود احمدي کليد ته په دې اړه وويل،

 

 

ځايي چارواكو په هلمند ولايت كې د يو لړ عملياتو په ترڅ كې د ۱۷ وسله والو طالبانو د وژلو او نشه يي توكو د نيولو خبر وركړ.

د هلمند د والي وياند داود احمدي کليد ته په دې اړه وويل، چې دغه عمليات تېره ورځ د دېشو ولسوالۍ  په بهرامچه کې، چې ايران او پاکستان سره په پوله تړلې سيمه ده د افغان او آيساف ځواکونو له لوري ترسره شوي، چې د ۱۷ وسله والو طالبانو د وژلو تر څنګ پکې دوه  د ګډو ځواکونو سرتيري هم ټپيان شوي دي.

احمدي وايي، په ياده سيمه کې د وسله والو طالبانو د وژل کېدو تر څنګ د نشه يي توكو او وسلو د ترلاسه كولو او له منځه وړو خبر هم وركړ.

بل خوا د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د تر سره شويو عملياتو پرمهال يې د بهرنيو ځواكونو ۱۱ ټانګونه ويجاړ كړي او لسګونه سرتيري يې وژلي دي.

نوموړي وويل، چې په عملياتو كې د ګډو ځواكونو لخوا د بهرامچې په بازار كې لسګونو ملكي خلكو ته مالي زيان هم اوښتى دى.

د قاري يوسف د دغې ادعا په اړه ګډو ځواكونو څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA