د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ كې د يوې امنيتي كمپنۍ پر موټر د سړك د غاړې ماين چاودنه شوې، چې د چارواكو په وينا، ځاني زيان نه لري. ځايي چارواكو ويلي، چې دغه چاودنه د شينډنډ په عزيز اباد كلي كې
د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ كې د يوې امنيتي كمپنۍ پر موټر د سړك د غاړې ماين چاودنه شوې، چې د چارواكو په وينا، ځاني زيان نه لري.
ځايي چارواكو ويلي، چې دغه چاودنه د شينډنډ په عزيز اباد كلي كې رامنځته شوې، چې يوازې پكې د امنيتي كمپنۍ صرف موټر يو څه زيانمن شوى دى.
ويل كېږي دغه ماين په دې نږدې ورځو كې د وسله والو طالبانو لخوا ځاى پر ځاى شوى وو.
په همدې حال كې د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ادعا كړې، چې د شيندنډ ولسوالۍ په عزيز اباد كلي كې د يوې بمې چاودنې په ترڅ كې د ملي اردو ۲ سرتېري ټپيان كړي دي.
له سيمې څخه د را رسېدلو ريپوټونو له مخې ، وسله وال طالبان ډېرى وخت د هغو لارو ترڅنګ ماينونه ځاى پر ځاى كوي، چې پرې د نظامي موټرو ترڅنګ ملكي موټرې هم تګ راتګ كوي، چې دې كار د دغې ولسوالۍ له خلكو كې اندېښنې راپيدا كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


