ايتلافي او افغان ځواکونو تېره شپه بيا کونړ کې ګډ پوځي عمليات پيل کړي، چې پکې د دې ولايت پخوانى امنيې قومندان او د حزب اسلامي وسله والې ډلې مشهور سړى نجم الدين خان ټپي شوى او د همدې قومندان يو ملګرى وژل شوى.
ايتلافي او افغان ځواکونو تېره شپه بيا کونړ کې ګډ پوځي عمليات پيل کړي، چې پکې د دې ولايت پخوانى امنيې قومندان او د حزب اسلامي وسله والې ډلې مشهور سړى نجم الدين خان ټپي شوى او د همدې قومندان يو ملګرى وژل شوى.
په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د دويمې لېوا قومندان بريدجنرال محمد افضل وايي، عمليات تېره نېمه شپه د ماڼوګي ولسوالۍ په ريچه لام کې په تصفيوي بڼه پيل شوي، خو د ده په وينا، چې د زيانونو او دوام د مودې په اړه يې څه نه شي ويلاى.
جنرال افضل عمليات کوونکي افغان او ايتلافي ځواکونه ګڼي او وايي، موخه يې يوازې د قومندان نجم الدين ځپل نه، بلکې په سيمه کې د نورو امنيتي اندېښنو ختمول دي.
ياد پوځي چارواکي عمليات بڼه ونه ښوده، چې پلي كه هوايي وو.
په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې تربيا بيا هڅو وروسته هم په دې اړه څه ونه ويل.
خو په کونړ کې د حزب اسلامي وسله والې ډلې وياند زبيرصديقي بيا په ټليفون کليد ته وويل، چې د عملياتو پرمهال قومندان نجم الدين برسېرن ټپي شوى او د ناصر په نامه يو قومندان يې وژل شوى دى.
صديقي د خپلو ملګرو په پوځي غبرګون کې د پينځو امريکايي سرتېرو د مرګ، ژوبلې دعوه هم وکړه، خو د ايتلافي ځواکونو نظر مو په دې اړه ترلاسه نه کړاى شو.
يو شمېر ځايي خلکو بيا رسنيو ته ويلي، چې عملياتو کې تر ښودلې کچې ډېر او شاوخوا لس تنه د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي، خو رسمي سرچينو يې پخلى نه دى کړى.
د ورته ډېرو عملياتو کوربه کونړ کې د دې وروستيو روانو عملياتو توپيردا دى، چې ټپي شوى نجم الدين خان پکې تازه بيا د حزب اسلامي وسله والې ډلې په ننګه وسله والې هڅې پيل کړې وې.
دى د اوسني حکومت لومړي سرکې شاوخوا دوه کاله د کونړ امنيې قومندان و، بيا د اوس په شان د دولت وسله وال مخالف او څه موده وروسته يې بيرته ملاتړى شو.
نجم الدين خان، چې لږ وخت مخکې يې بياد دولت پرضد وسله په لاس كې اخېستې، د مخالفت لامل يې نه دى څرګند.
دى په کونړ کې د حزب اسلامي له پياوړو قومندانانو حسابيږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


