ads

د پكتيا ولايت، د څمكنيو ولسوالۍ شورا جوړه شوه

په پكتيا كې د ولسواليو د شوراګانو د جوړېدو په لړ كې د دې ولايت د څمكنيو ولسوالۍ شورا هم د سيمې د مخورو او د ولايتي چارواكو له خوا جوړ شوه. دا شورا، چې د پنځو ښځو په ګډون د   په پكتيا كې د ولسواليو د شوراګانو د جوړېدو په لړ كې د […]

نویسنده: TKG
9 لړم 1389

په پكتيا كې د ولسواليو د شوراګانو د جوړېدو په لړ كې د دې ولايت د څمكنيو ولسوالۍ شورا هم د سيمې د مخورو او د ولايتي چارواكو له خوا جوړ شوه. دا شورا، چې د پنځو ښځو په ګډون د

 

په پكتيا كې د ولسواليو د شوراګانو د جوړېدو په لړ كې د دې ولايت د څمكنيو ولسوالۍ شورا هم د سيمې د مخورو او د ولايتي چارواكو له خوا جوړ شوه.

دا شورا، چې د پنځو ښځو په ګډون د (۴۰) كسانو څخه جوړه شوې، دنده يې د ولسوالۍ په كچه د ستونزو په ګوته كول او هغو ته حل لاره موندل، د سولې او امنيت د راوستو لپاره هلې ځلې او د بيا رغاونې د كارونو څارنه او چټكتيا ده.

د څمكنيو ولسوال سعادت خان كلېد ته په خپلو خبرو كې د شورا د جوړښت په اړه وويل(( موږه دا څلوېښت تنه د رايو په واسطه ټاكلي دي او په دې كې د ولسوالۍ درې سوه مخور موجود وو، چې د هغو له ډلې څخه مو دا شورا جوړه كړه.))

ولسوال سعادت خان وړاندې زياته كړه، چې د شورا له جوړېدو سره به يې د ولسوالۍ ډيرى هغه ستونزې راكمې شي، كومې، چې تر دې دمه پټې پاتې وې.

د ده په اند د شورا په جوړېدو سره به دولت په دې وتوانېږي، چې د شورا په مرسته د ولسوالۍ په كچه ستونزو ته حل لاره ومومي.

نوموړي دا هم وويل چې شورا يې د ټولې ولسوالۍ د قومي مخورو په خوښه جوړه كړې، چې غړي به يې له دې ورسته خپلې ورسپارل شوې دندې پر مخ بيايي.

ځايې چارواكي په دې اند دي، چې د سيمه ييزو شوراګانو جوړېدل كه له يوې خوا د ولايتي شورا سره اوږه په اوږه د چارو څارنه او د ولسي ستونزو هواري ته لارې مومي، خو له بلې خوا د سولې او د وسله والو سره د روغې جوړې په چاره كې ورته اړتيا ليدل كېږي.

پاتې دې نه وي، چې په څمكنيو ولسوالۍ كې سيمه ييزه شورا په داسې حال كې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواكې ادارې له خوا جوړېږي، چې له دې وړاندې هم د پكتيا په دوو ولسواليو(( ښواك او جاني خيلو)) كې ورته شواګانې جوړې شوې دي او د چارواكو په وينا، په نږدې راتلونكې كې به په نورو پاتې لسو ولسواليو كې هم دا شوراګانې جوړې شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA