كليد ګروپ نن د يوې غونډې په ترڅ كې هغو درې تنو عكاسانو ته جايزې وركړې، چې عكسونه يې د كليد ګروپ لخوا په لاره اچول شوې فيسيتوال كې لومړى، دويم او دريم مقام ګټلى و.
كليد ګروپ نن د يوې غونډې په ترڅ كې هغو درې تنو عكاسانو ته جايزې وركړې، چې عكسونه يې د كليد ګروپ لخوا په لاره اچول شوې فيسيتوال كې لومړى، دويم او دريم مقام ګټلى و.
په دغه فيستيوال كې نږدې ۵۸ تنو ګډون كړى وو، چې لومړى دريو ته يې ستاينليكونه، ډيجيټل كمرې او نورو ۷ تنو ته يې ستاينليكونه وركړل شول.
د دغې فيستيوال د ګډونوالو له منځه ګټونكي عكسونه د ليدونكو د رايو او ۳ تنو مسلكي ارزونكو لخوا د وړتيا پر اساس غوره شوي وو.
د غونډې يو تن ګډونوال او د اطلاعات او فرهنگ وزارت نشراتي معين دين محمد مبارز راشدي د كليد ګروپ له مسؤلينو مننه وكړه، چې د عكاسانو د تشويق په خاطر يې د عكس دغه فيستيوال په لاره واچولو.
د راشدي په وينا، همدا عكس دى، چې د راتلونكي نسل لپاره د تاريخ په بڼه پاتې كيږي.
د غونډې بل ګډونوال او د ټاكنو د خپلواك كمېسيون وياند، نور محمد نور له كليد ګروپ څخه د ولسي جرګې د ټاكنو د پراخ پوښښ له امله مننه وكړه او زياته يې كړه، چې دغې ادارې د ټاكنو په ورځ د يوې فعالې رسنيزې ادارې په توګه خپل مسؤليت سر ته ورساوه.
د (ډي ايچ اس اې) او كليد ګروپ عمومي مشر شهير احمد ذهين د غونډې برخوالو ته وويل، چې دغه فيستيوال دوى د كليد ګروپ يا (TKG) د ويب سايت له لارې نندارې ته و ړاندې كړى و.
شهير زياته كړه، دغه فيستيوال ته د تېرو كلونو (۱۳۸۳ تر ۱۳۸۹) ټاكنو عكسونه ځاګړي شوي وو، چې عكاسانو د ټاكنو په ورځو كې اخيستي وو.
د يادونې وړ ده، چې دغه عكسونه د كليد ګروپ يا TKG په ويب سايت ( tkg.af) كې د روان لمريز كال د وږي له لومړۍ نېټې څخه د ميزان تر شلمې پورې د ليدونكو پر وړاندې نندارې ته اېښودل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


