ads

د سړک د غاړې بمي چاودنې دوه عام وګړي ژوبل کړل

نن سهار نهه بجې د کندهار ښار د کابل دروازې په دوه لاري سيمه کې د ملګرو ملتونو پر موټريز کاروان د سړک د غاړې چاودنه شوې، چې د عيني شاهدانو په وينا، دوه تنه عام وګړي پكې ژوبل شوي دي.     نن سهار نهه بجې د کندهار ښار د کابل دروازې په دوه […]

نویسنده: TKG
9 لړم 1389

نن سهار نهه بجې د کندهار ښار د کابل دروازې په دوه لاري سيمه کې د ملګرو ملتونو پر موټريز کاروان د سړک د غاړې چاودنه شوې، چې د عيني شاهدانو په وينا، دوه تنه عام وګړي پكې ژوبل شوي دي.

 

 

نن سهار نهه بجې د کندهار ښار د کابل دروازې په دوه لاري سيمه کې د ملګرو ملتونو پر موټريز کاروان د سړک د غاړې چاودنه شوې، چې د عيني شاهدانو په وينا، دوه تنه عام وګړي پكې ژوبل شوي دي.

د كندهار ولايت د امنيت امر فضل احمد شيرزاد وايي، چې دلته د ګاز يوه ډبه چاودېدلې، خو د مرګ، ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي او د والي وياند ځان ناخبره ښيي.

د ميرويس روغتون مسؤلين وايي، چې د يادې پېښې څخه يې څوک نه دي وروړي.

ويل کېږي، چې د دغې پېښې ژوبل کسان نورو روغتونونو  ته وړل شوي دي.

وسله والو مخالفينو هم د پېښې په اړه خپل غبرګون نه دى ښوولى.

د يو بل خبر له مخې نامعلومو کسانو نن سهار د چوڼۍ په سيمه کې پر دوو تنو نامعلومو کسانو ډزې کړي، چي په ترڅ کې يې د ميرويس روغتون د ډاکټرانو په وينا، يو تن وژل شوى او يو بل يې سخت ژوبل شوى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA