تېره شپه اته بجې د کندهار ولايت د رېګستان ولسوالۍ په هدېرې سيمه کې د دې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پر مرستيال د سړک د غاړي ماين چاودنه شوې، چې په ترڅ کې يې هغه ووژل شو.
تېره شپه اته بجې د کندهار ولايت د رېګستان ولسوالۍ په هدېرې سيمه کې د دې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پر مرستيال د سړک د غاړي ماين چاودنه شوې، چې په ترڅ کې يې هغه ووژل شو.
د رېګستان ولسوال سلطان محمد وايي، چې وژل شوى مرستيال ګل محمد نوميده او د نوموړې ولسوالۍ د امنيه قوماندان ورور هم و، چې ورسره پنځه تنه پوليس ژوبل شوي دي
د كندهار امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځى د مرستيال وژنه تائيدوي او وايي درو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتي.
د پيښي مسؤليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخستى دى او وايي، چې په دې پېښه کې يې شپږ پوليس هم وژلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


