ads

جلال اباد كې تاريخ تېر درمل او خوراكي توكي وسوځول شول

د ننګرهار عامې روغتيا رياست يو شمېر تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي په داسې حال کې وسوځول، چې د بيې او کچې په اړه يې روغتيا رئيس او د ډاکټرانو ټولنې مشر مخالف نظرونه ښودل.     د ننګرهار عامې روغتيا رياست يو شمېر تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي په داسې حال کې […]

نویسنده: TKG
9 لړم 1389
جلال اباد كې تاريخ تېر درمل او خوراكي توكي وسوځول شول

د ننګرهار عامې روغتيا رياست يو شمېر تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي په داسې حال کې وسوځول، چې د بيې او کچې په اړه يې روغتيا رئيس او د ډاکټرانو ټولنې مشر مخالف نظرونه ښودل.

 

 

د ننګرهار عامې روغتيا رياست يو شمېر تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي په داسې حال کې وسوځول، چې د بيې او کچې په اړه يې روغتيا رئيس او د ډاکټرانو ټولنې مشر مخالف نظرونه ښودل.

د روغتيا رئيس ډاکټر بازمحمد شېرزاد د دې توکو د سوزولو پرمهال کليد ته وويل، چې دا توکي يې د بېلا بېلو ځايي او صنفي ادارو په مرسته ټول کړي.

شېرزاد وويل، چې سوځول شوي توکي يو سلو اتيا قلمه دي او پينځه اويا زره ډالره ارزښت لري، خو د ننګرهار د ډاکټرانو د ټولنې مشر خوشال تسل يې د خبرې په رد سره دعوه کوله، چې دغه توکي شاوخوا پينځه زره امريکايي ډالر ارزښت لري او په راټولولو کې يې د ډاکټرانو ټولنه او نورې اړوندې ادارې خبرې نه دي.

د ننګرهار روغتيا رئيس په دې اړه، چې ياد شوي تاريخ تېر توکي په څومره موده کې نيول شوي او په دغه سيمه كې يې د شتون علت څه دى؟ څه ونه ويل.

د ننګرهار د درمل پلورونکو د ټولنې مشر نجيب الله صاحبزاده بيا وايي، که  روغتيايي چارواکي دا ستونزه جدي وګڼي او هغه خلکو ته، چې تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي پلوري، سزا وركړي، د دې توکو بيا راټولونې او سوځونې ته به اړتيا پاتې نه شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA