ads

بغلان كې ۲ بهرني سرتيري ټپيان شول

ځايي چارواکي وایي، چې تېره شپه ۷ بجې بغلان د پلخمري ولسوالۍ په بوغوی سیمه کې د وسله والو طالبانو د برید په پایله کې د بهرنیو ځواکونو یو عراده ټانګ ویجاړشوی دی. ځايي چارواکي وایي، چې تېره شپه ۷ بجې بغلان د پلخمري ولسوالۍ په بوغوی سیمه کې د وسله والو طالبانو د برید […]

نویسنده: TKG
9 لړم 1389

ځايي چارواکي وایي، چې تېره شپه ۷ بجې بغلان د پلخمري ولسوالۍ په بوغوی سیمه کې د وسله والو طالبانو د برید په پایله کې د بهرنیو ځواکونو یو عراده ټانګ ویجاړشوی دی.

ځايي چارواکي وایي، چې تېره شپه ۷ بجې بغلان د پلخمري ولسوالۍ په بوغوی سیمه کې د وسله والو طالبانو د برید په پایله کې د بهرنیو ځواکونو یو عراده ټانګ ویجاړشوی دی.

د بغلان يوه امنیتي چارواکي، د نوم د نه ښوولو په شرط کلید ته وویل، چې د یادو ځواکونو یو عراده ټانګ په سیمه کی سوځول شوی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه لري.

په کندوز کې د ایساف ویاند ډګرمن بخاري کلید ته په خبرو كې د بريد پخلى كړى او ویلي دي، چې تېره شپه یی د بغلان د پلخمري په ولسوالۍ کې دوه تنه سرتیری ټپیان شوی دي.

بلخو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټیلفون له لاری كليد ته وويل، چې د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې د کمین په ترڅ کې د بهرنيو ځواكونو دوه عرادې زغروال ګاډي په مکمل ډول ویجاړ كړي، چې په ترڅ كې يې ۴ بهرني سرتيري مړه او۳ نور یې ټپيان دي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو كې د هېواد د شمالي ولايتونو په ځينو سيمو كې د وسله والو طالبانو فعاليتونه ډېر شوي، چې کندوز او بغلان هم په دغو سيمو كې راځي او كله ناكه يې په ځينو سيمو او لویه لاره د ګډو ځواكونو پر کتارونه او اکمالاتي کاروانونه بریدونه كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA