ads

په كارګو الوتكو كې چاودېدونكي توكي وموندل شول

يمن څخه امريكا ته تلونكو كارګو الوتكو څخه د ترلاسه شويو چاودېدونكو توكو وروسته بارك اوباما ويلي، چې پر امريكې د ترهګرو د بريد وېره وه. د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما د جمعې په ورځ يوې خبري ناستې ته وويل،       يمن څخه امريكا ته تلونكې كارګو الوتكو څخه د ترلاسه شويو […]

نویسنده: TKG
8 لړم 1389

يمن څخه امريكا ته تلونكو كارګو الوتكو څخه د ترلاسه شويو چاودېدونكو توكو وروسته بارك اوباما ويلي، چې پر امريكې د ترهګرو د بريد وېره وه. د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما د جمعې په ورځ يوې خبري ناستې ته وويل،

 

 

 

يمن څخه امريكا ته تلونكې كارګو الوتكو څخه د ترلاسه شويو چاودېدونكو توكو وروسته بارك اوباما ويلي، چې پر امريكې د ترهګرو د بريد وېره وه.

د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما د جمعې په ورځ يوې خبري ناستې ته وويل،  چې دواړه پاكټونه له يمن څخه په شيكاګو كې د يوې يهودي عبادتخانې په ادرس لېږل شوي وو.

نوموړي زياته كړې، چې د بريتانيې له ايست مېډلېنډ هوايي ډګر او دوبۍ كې له يمني كارګو الوتكې څخه په پاكټونو كې چاودېدونكي توكي موند شوي دي.

تر دې وړاندې امريكايي چارواكو له يمن څخه امريكا ته په تلونكې كارګو الوتكې كې يو شكمن پاكټ موندلى وو، چې وروسته يې په بريتانيې او دوبۍ هوايي ډګرونو كې احضارات اعلان كړي وو.

د سپينې ماڼۍ په وينا، له يمن څخه د دغو شكمنو چاودېدونكو توكو په اړه راپور سعودي عربستان وركړى وو.

اوباما، رسنيو ته ويلي وو، چې دغه شكمن پاكټونه يې د پنج شنبې په ورځ تر لاسه كړي وو.

د ده په وينا، ده د يمن له جمهور رئيس علي عبدالله صالح سره يې خبرې كړي او هغه ور ته په دې برخه كې د پلټونو او پوره همكارۍ ډاډ وركړى.

د ترهرګرۍ سره د مبارزې په برخه كې د جمهور رئيس بارك اوباما مشاوېر جان برهنن په وينا، په دواړو پاكتونو كې پيدا شوي چاودېدونكي توكي يې له منځه وړي او اوس يې د هيڅ ډول خطر امكان نشته.

ويل كېږي، چې دغه چاودېدونكي توكي د پرېنټر په تونر كې ځاى پر ځاى شوي وو.

يادې سرچينې له سعودي عربستان څخه له دې امله، چې دوى ته يې په دې برخه كې معلومات وركړي مننه وكړه او زياته يې كړه، چې دوى د خپلو متحدينو سره يو ځاى په دې اړه پلټنې كوي.

امريكايي چاواكو د دغه هېواد اسوشېټېډ پرېس اژانس ته ويلي، چې په دوبۍ او ايسټ مډلېنډ هوايي ډګر كې تر لاسه شويو چاودېدونكو توكو نوعيت د هغو په ډول وو، چې تېر كال د كرېسمېس  په ورځ امريكا ته په تلونكې الوتكې كې ځاى پر ځاى شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA