ads

ننګرهار كې قومي شخړو ۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

په ننګرهار کې د دوو جلا قومي وسله والو نښتو له امله اتو تنو ته مرګ، ژوبله واوښته. پېښې دواړه پرون سهار د ننګرهار په سره رود او دره نورولسواليو کې شوي.   په ننګرهار کې د دوو جلا قومي وسله والو نښتو له امله اتو تنو ته مرګ، ژوبله واوښته. پېښې دواړه پرون سهار […]

نویسنده: TKG
8 لړم 1389

په ننګرهار کې د دوو جلا قومي وسله والو نښتو له امله اتو تنو ته مرګ، ژوبله واوښته. پېښې دواړه پرون سهار د ننګرهار په سره رود او دره نورولسواليو کې شوي.

 

په ننګرهار کې د دوو جلا قومي وسله والو نښتو له امله اتو تنو ته مرګ، ژوبله واوښته.

پېښې دواړه پرون سهار د ننګرهار په سره رود او دره نورولسواليو کې شوي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى وايي يوه نښته د سره رود په شېخ مصري سيمه کې د پچېراګام د اصلي استوګنو دوو مېشتو کورنيو ترمنځ د اوبو پرسر شوې، چې له يوې غاړې پکې څلور تنه وژل شوي، خو اوس وضعه کراره او د پوليسو په واک کې ده.

بلخوا همدا پرون سهار د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ په شيکالۍ کلي کې د همدې کلي او بل کلي سوتن د استوګنو ترمنځ نښته شوې، چې وېل کېږي څلور تنه پکې ټپيان دي.

د ننګرهار د ولايتي شورامنشي او د دې ولسوالۍ استوګن محمد ايوب ملک بابا وايي، چې نښته په شيکالۍ کې د يوه سوتن مېشتي موټرچلوونکي د موټرځغلولو په سر شوې، چې د شيکالۍ درې او د سوتن يو استوګن پکې ټپيان دي.

دې سيمې ته د منځګړې جرګې د ورتګ او نښتې د ودرېدو خبر ورکوي، خو په اړه يې نور جزيات نه لري.

د ننګرهار د والي وياند يوازې نښته مني، خو له جزياتو يې په ناخبرۍ ښودلو سره وايي، چې په کرارولو پسې يې سيمې ته پوليس ورغلي.

يو شمېر خلک ننګرهار ولايتي چارواکي د داسې نښتو په مخنيوي کې پاتې بولي او وايي که دوى د داسې نښتو پر پخوا رامنځته کوونکو قانون پلى کړى واى، نو دا لړۍ به نه غځېده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA