ads

لغمان كې ۷۵ ښوونځي ودانۍ نه لري

د لغمان ولايت د پوهنې چارواکي وايي، شاوخوا پينځه اويا ښوونځي يې ودانۍ او ګڼ نور  يې مسلکي ښوونکي نه لري، چې له امله يې ستونزو سره مخ دي. د لغمان ولايت د پوهنې چارواکي وايي، شاوخوا پينځه اويا ښوونځي يې ودانۍ او ګڼ نور  يې مسلکي ښوونکي نه لري، چې له امله يې ستونزو […]

نویسنده: TKG
8 لړم 1389
لغمان كې ۷۵ ښوونځي ودانۍ نه لري

د لغمان ولايت د پوهنې چارواکي وايي، شاوخوا پينځه اويا ښوونځي يې ودانۍ او ګڼ نور  يې مسلکي ښوونکي نه لري، چې له امله يې ستونزو سره مخ دي.

د لغمان ولايت د پوهنې چارواکي وايي، شاوخوا پينځه اويا ښوونځي يې ودانۍ او ګڼ نور  يې مسلکي ښوونکي نه لري، چې له امله يې ستونزو سره مخ دي.

د لغمان د پوهنې رئيس اسدالله رويا، چې دا خبره يې د يوې ځانګړې مرکې پرمهال کليد ته وکړه وويل، چې په دې ولايت کې ټول دوه سوه اويا ښوونځي دي، چې پينځه اويا يې  بېخي ودانۍ نه لري.

رويا پردې سربېره څلور پنځوس نور ښوونځي هم بې ودانۍ ګڼي، خو وايي دې شمېر ښوونځيو ته د ودانيو پر جوړولو کار روان دى.

د لغمان د پوهنې رئيس په دې مرکه کې کليد ته د مسلکي ښوونکو کمښت هم له خپلو لويو ستونزو څخه وګڼله، خو دا يې ونه ويل، چې څومره مسلکي ښوونکو ته اړتيالري.

لغمان د چارواکو په وينا، په دوه سوه اويا ښوونځيو کې يولک او شپږ اويا زره زده کوونکي لري، چې د څلورنېم زرو ښوونکو لخوا زده کړې ورکول کېږي.

د ورته ستونزو يادونه د دې ولايت ګڼو زده کوونکو هم کړې وه، خو په خبره يې، چې کوم ځاى يې نه دى نيولى او پرمرکزي حکومت سربېره ولايتي چارواکو هم ورته پام نه دى کړى.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA