ads

عراق كې د ځانمرګي بريد له كبله تر ۲۵ زيات وګړي ووژل شول

د ځايي چارواكو په وينا، د بغداد په شمال كې د شيعه مېشتو په سيمې بلدروز كې يو ځانمرګى بريد شوى، چې په ترڅ كې يې له ۲۵ زيات كسان مړه او په لسګونو ټپيان شوي دي. د ځايي چارواكو په وينا، د بغداد په شمال كې د شيعه مېشتو په سيمې بلدروز كې يو […]

نویسنده: TKG
8 لړم 1389

د ځايي چارواكو په وينا، د بغداد په شمال كې د شيعه مېشتو په سيمې بلدروز كې يو ځانمرګى بريد شوى، چې په ترڅ كې يې له ۲۵ زيات كسان مړه او په لسګونو ټپيان شوي دي.

د ځايي چارواكو په وينا، د بغداد په شمال كې د شيعه مېشتو په سيمې بلدروز كې يو ځانمرګى بريد شوى، چې په ترڅ كې يې له ۲۵ زيات كسان مړه او په لسګونو ټپيان شوي دي.

ويل كېږي په دغه بريد كې بريد ګر يوه چاى خانه په نښه كړې وه.

د امريكايي خبري اژانس اسوشيټېد پرېس د راپور له مخې، د بريد پر مهال دغو كسانو په يوې چاى خانې كې د چايو پر څښلو او ډومينو لوبې كولو بوخت وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې په كومه سيمه كې، چې بريد شوى، په دغې سيمې كې په ډېر شمېر كې ترك نژاده شيعه ګان مېشت دي.

د پېښې يوه عيني شاهد رسنيو ته ويلي، چې دى چاى خانې ته نږدې وو، چې په پكې يوه سخته چاودنه رامنځته شوه او هره خوا ته د خلكو ګڼه ګوڼه جوړه شوه.

د نوموړي په وينا، امنيتي چاواكو د خلكو د ګڼې ګوڼې د له منځه وړلو او سيمې ته د خلكو له تللو څخه د منعه كولو په خاطر هوايي ډزې كولې.

دا په عراق كې د تېرې يوې مياشتې څخه په ډېرې مودې كې تر ټولو زوروره بمي حمله وه.

د تېرو څو كلونو په پرتله په عراق كې په ورته بريدونو كې كمښت راغلى او د امنيتي چاواكو په وينا، اوس مهال ترهګرو ته د چاودېدونكو توكو ترلاسه كول ډېر ستونزمن شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA