د ننګرهار ولايتي او امنيتي سرچينې د دې ولايت په سرحدي ولسوالۍ اچين کې د نېشه يي توکيو پرضد د وروستيو عملياتو په اړه، چې روسي او امريکايي چارواکي يې د دوى لخوا ترسره شوي ګڼي، بېلا، بېل نظرونه لري.
د ننګرهار ولايتي او امنيتي سرچينې د دې ولايت په سرحدي ولسوالۍ اچين کې د نېشه يي توکيو پرضد د وروستيو عملياتو په اړه، چې روسي او امريکايي چارواکي يې د دوى لخوا ترسره شوي ګڼي، بېلا، بېل نظرونه لري.
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزى د عملياتو وخت پرون سهار وختي ښيي او وايي، چې پلان او سمبالښت يې د نېشه يي توکيو پرضد افغان ځواکونو کړى و او له کابله راغلو ځواکونو، چې دى يې هويت نه ښيي، د ځايي پوليسو ترڅنګ پکې برخه لرله.
روسي او امريکايي چارواکو په عملياتو کې د هيروينو د له منځه وړل شويو فابريکو شمېر څلور ښودلي وو، خو د ننګرهار د والي وياند وايي، يوازې د يوې فابريکې له منځه تلو خبر دى.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور بيا د والي د وياند برعکس عمليات د ايتلافي ځواکونو پر مټ شوي ګڼي او وايي، ځايي پوليسو پکې برخه نه لرله.
په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي اداره بېخي په دې اړه له خبرو ډډه کوي.
د ننګرهار اچين ولسوالي، چې د شينوارو د لويې درې اړونده او پاکستان ته په نېږدې سرحدي سيمه کې پرته ده، پخوا هم پکې د يو شمېر ورته نيشه توکو فابريکو د له منځه وړلو خبرونه ورکړل شوي وو.
خو دا لومړى ځل دى، چې په دې هڅه کې د بهرنيو ځواکونو او هغه هم د روسيې هغو د ګډون خبره کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


