ځايي چارواكو د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ پر هوايي ډګر د راكټي بريد خبر وركړ. يوه امنيتي چارواكي، چې له نوم اخيستلو يې ډډه كوله كليد ته وويل، چې دغه بريد تې
ځايي چارواكو د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ پر هوايي ډګر د راكټي بريد خبر وركړ.
يوه امنيتي چارواكي، چې له نوم اخيستلو يې ډډه كوله كليد ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه د شينډنډ ولسوالۍ له ختيځ څخه پر دغه هوايي ډګر شوى دى، چې په وينا يې، ځان او مالي زيان نه لري.
نوموړي زياته كړه، پر ډګر توغول شوى راكټ د ډګر څېرمه كروندو كې لګېدلى دى.
د سرچينې په وينا، امنيتي سرتېرو په سيمه كې پلټنې پيل كړي، خو تر اوسه يې په تور څوك نه دي نيول شوي.
د شينډنډ ولسوالۍ په هوايي ډګر كې د بهرنيو ځواكونو مركز دى، چې له هر لوري څخه د طالبانو د بريدونو نښه ګرځي.
په همدې حال كې د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي د بريد پړه پر غاړه اخيستې او ويلي يې دي، چې ملګرو يې دغه راكټي بريد تر سره كړى دى.
نوموړي ادعا وكړه، چې په دغه بريد كې په ډګر كې مېشتو ځواكونو ته ځاني او مالي زيان اوښتى دى، خو نوموړي د دغه زيان كچه ونه ښوده.
څو ورځې وړاندې هم وسله والو طالبانو پر دغه هوايي ډګر د ورته بريد او اړوندو ځواكونو ته د تلفاتو اوښتو ادعا كړې وه.
د شينډنډ هوايي، دګر د هرات جنوب ته په ۱۲۰ كيلو مترۍ كې پروت دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


