ads

۲۴ ساعتونو كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې دريم بريد ۷ تنه ووژل

ځايي چارواكو ويلي، چې نن سهار د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۷ تنه ووژل شول. دا په تېرو ۲۴ ساعتونو كې دپاكستان په قبايلي سيمو ك       ځايي چارواكو ويلي، چې نن سهار د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د […]

نویسنده: TKG
6 لړم 1389

ځايي چارواكو ويلي، چې نن سهار د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۷ تنه ووژل شول. دا په تېرو ۲۴ ساعتونو كې دپاكستان په قبايلي سيمو ك

 

 

 

ځايي چارواكو ويلي، چې نن سهار د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۷ تنه ووژل شول.

دا په تېرو ۲۴ ساعتونو كې دپاكستان په قبايلي سيمو كې دريم بريد دى، چې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو لخوا تر سره كېږي، چې په كې ۱۲ تنه ووژل شول.

د ځايي چارواكو په وينا، دغه دريم بريد د شمالي وزيريستان له مركز ميرانشا څخه نږدې ۳۰ كيومتره لرې د دته خېلو په اسماعيل خېلو كې تر سره شوى، چې پكې يو كور په نښه شوى وو.

د سيمې خلكو رسنيو ته ويلي، چې د سهار له لمانځه يو څو شېبې وړاندې وسله وال كسان په يوه موټر كې راغلي او دسيمې له جومات يو څه وړندې كور ته ننول، چې په وينا يې، دلمانځه له ختمېدو وروسته پر هغه كور د امريكا د بې پيلوټه الوتكو لخوا د مزايلو بريد وشو.

د سيمې د خلكو په وينا، د بريد له وېرى يوازې څو تنه د پېښې ځاى ته د مړيو د مړيو د راويستو لپاره ورغلي وو او تر اوسه دا هم معلومه نه ده، چې په مړيو كې كوم بهرنى هم شامل دى كه نه.

دا په تېرو ۲۴ ساعتونو كې دريم بريد دى، چې په شمالي وزيريستان كې تر سره كېږي، له دې وړاندې يادو الوتكو په خپل بريد كې د ميرعلي په شين پونډ كلي كې يو كور په نښه كړى وو او بل بريد په دته خېلو كې پر يوه موټر كړى وو، چې په دواړو بريدونو كې ۵ تنه وژل شوي وو، چې ۳ يې بهرنيان وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA