ads

ګورباچوف: افغانستان كې برى ناممكن دى

د پخواني شوروي اتحاد جمهور رئيس ميخايل ګورباچوف ويلي، چې افغانستان كې برى ممكن نه دى او امريكا مجبوره ده، چې خپل سرتيري ترې وباسي.   د پخواني شوروي اتحاد جمهور رئيس ميخايل ګورباچوف ويلي، چې افغانستان كې برى ممكن نه دى او امريكا مجبوره ده، چې خپل سرتيري ترې وباسي. د نوموړي په وينا، […]

نویسنده: TKG
6 لړم 1389

د پخواني شوروي اتحاد جمهور رئيس ميخايل ګورباچوف ويلي، چې افغانستان كې برى ممكن نه دى او امريكا مجبوره ده، چې خپل سرتيري ترې وباسي.

 

د پخواني شوروي اتحاد جمهور رئيس ميخايل ګورباچوف ويلي، چې افغانستان كې برى ممكن نه دى او امريكا مجبوره ده، چې خپل سرتيري ترې وباسي.

د نوموړي په وينا، كه امريكا په افغانستان كې د ويتنام په شان حالات رامنځته كول نه غواړي، نو دې هېواد سره له دې پرته بله لاره نشته، چې خپل سرتيري له افغانستانه وباسي.

نوموړي د بارك اوبا د هغې پرېكړې هركلى كړى، چې له مخې يې ا وباما غواړي له افغانستانه خپل سرتيري وباسي، كه څه هم د ده په وينا، دا كار ستونزمن دى.

شله كاله وړاندې ميخايل ګورباچوف له لس كلنې جګړې وروسته خپل سرتيري له افغانستان ويستي وو.

ګورباچوف زياته كړې، چې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ويستلو پر مهال يې له هندوستان، پاكستان، ايران او امريكا سره يو تړون لاسليك كړى وو، چې په وينا يې، دوى هيله درلوده، چې امريكا به په دې تړون عمل كوي او افغانستان به يو بې پرې هېواد وي، چې د كاونډيو سربېره به له روسيې سره هم ښې اړيكې ولري، خو داسې ونه شول.

نوموړي زياته كړه، چې امريكا تل ويل، چې د دې تړون ملاتړ كوي، خو د دې ترڅنګ يې ترهګرو ته هم روزنه وركوله او اوس هماغه ترهګر، په افغانستان او پاكستان كې د امريكا لپاره سردرد جوړ شوى او دا هېواد ورسره په مبارزې كې پاتې راغلى.

د ده په وينا، كه امريكا خپل سرتيري ونه باسي، پايله به يې د ويتنام په شان وي، ځكه د سرتېرو ډېرښت د ستونزو حل نه دى.

د ګورباچوف په وينا، كه ناټو ځواكونه په افغانستان كې څه كولى شي، هغه د دغه هېواد په پښو درول او له دوى سره د بيا رغونې په برخه كې مرسته ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA