ځايي چارواكو ويلي، چې د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو بريدونو كې لږ تر لږه ۵ تنه مړه او ۷ تنه ټيان شول.
ځايي چارواكو ويلي، چې د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو بريدونو كې لږ تر لږه ۵ تنه مړه او ۷ تنه ټيان شول.
ويل كېږي، چې په وژل شويو كې درې بهرني ترهګر هم دي.
په سيمه كې يوه دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ښوول شوى، رسنيو ته ويلي، چې لومړى بريد كې، چې د چهار شنبې په ورځ د ميرعلي څخه نږدې ۲۰ كيلو متره شمال خواته په شين پونډ كلي كې شوى، يو كور په نښه شوى و.
د نوموړي په وينا، د بريد په ترڅ كې ۲ تنه مړه، ۲ نور ټپيان شول او د كور څو خونې هم پكې له منځه لاړې.
د سرچينې په وينا، دويم بريد په دته خېل سيمه كې پره يوه موټر شوى، چې پايله كې يې ۳ تنه مړه او ۵ ټپيان شول.
بريد كې موټر هم له منځه تللى.
ياد چارواكي زياته كړې، په كور كې وژل شوي ځايي طالبان دي او په موټر كې وژل شوي هغه بهرنيان دي، چې د تركمنېستان اوسېدونكي دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو كې په شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو بريدونه ډېرشوي او دا په دې اونۍ كې د خپل ډول لومړۍ پېښه ده.
په دې بريدونو كې ډېرى وخت د حافظ ګل بهادر ډلې مركزونه په نښه كېږي، خو كله ناكله په كې د بيت الله ډلې غړي هم مري.
په دغې سيمې كې د ځايي طالبانو ترڅنګ د پنجابي طالبانو مركزونه هم شته، چې وخت ناوخته دوى هم په ورته بريدونو كې په نښه كېږي.
د شنونكو په وينا، جنوبي او شمالي وزيريستان دوه هغه قبايلي سيمي دي، چې پكې ځايي او بهرني ترهګر اوسي او له همدې امله د امريكا د بې پيلوټه الوتكو بريدونه په دغه سيمو كې زيات تر سره كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


