د پكتيا نظامي محكې د علني پرېكړې له مخې يو تن پوليس په دې تور محكمه كړ، چې د بې پروايى له امله يې وسله د وسله والو طالبانو لاسونو ته رسېدلې.
د پكتيا نظامي محكې د علني پرېكړې له مخې يو تن پوليس په دې تور محكمه كړ، چې د بې پروايى له امله يې وسله د وسله والو طالبانو لاسونو ته رسېدلې.
د نظامي محكمې رئيس ډګروال جان اقا رحيمي رسنيو ته وويل، چې د تورن كس د بې پروايې له امله يو ميل كلاشينكوف، يوه پيكه يو لاسي بم او زيات شمېر مرمۍ وسله والو ته رسېدلي دي.
ډګروال رحيمي په خپلو خبرو كې وويل، چې دا وسلې د تورن كس د ورور له لارې د وسله والو په واك كې وركړل شوې دي.
نوموړي وړاندې زياته كړه، چې په تورن باندې د پنځلسو كلونو بند حكم د پكتيا د نظامي محكمې له خوا شوى دى، خو نيول شوي پوليس دا حكم ونه مانه او له همدې امله يې پرېكړه بلې محكمې ته وځنډېده.
نيول شوى پوليس، د پكتيكا ولايت د خيركوټ ولسوالۍ په يوه امنيتي پوسته كې دنده.
پاتې دې نه وي، چې له دې وړاندې هم د امنيتي ځواكونو وسلې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې دي، خو دا لومړى ځل دى، چى په اړه يې يو تن پوليس د چارواكو له خوا محكمه كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


