ads

كندهار كې ۷ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

د كندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د زنده ګي اباد د كلي اوسېدونكي وايې، چي وړمه ورځ د بهرنيو ځواكونو په هوايي بمبار كې ۷ ملكي كسانو ته مرګ ژوبله واوښته.     د كندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د زنده ګي اباد د كلي اوسېدونكي وايې، چي وړمه ورځ د بهرنيو ځواكونو په هوايي […]

نویسنده: TKG
5 لړم 1389

د كندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د زنده ګي اباد د كلي اوسېدونكي وايې، چي وړمه ورځ د بهرنيو ځواكونو په هوايي بمبار كې ۷ ملكي كسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

 

 

د كندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د زنده ګي اباد د كلي اوسېدونكي وايې، چي وړمه ورځ د بهرنيو ځواكونو په هوايي بمبار كې ۷ ملكي كسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

ځايې اوسېدونكي زياتوي، چې پېښه هغه وخت رامنځته شوه، كله، چې يو ماشوم د لېزر څراغ په واسطه د ايساف پر ځواكونو روښنايې وكړه، چي ورسره جوخت د ايساف هوايې ځواكونو د مسجد مخي ته پرناستو  كسانو ډزې وكړې او په ترڅ كې يې پنځه تنه مړه او دوه نور يې ژوبل شول.

خو د پنجوايي ولسوال حاجي باران بيا وايي، لومړى دوى ته خبر وركړل شو، چي په دې سيمه كي د دولت مخالفين راغونډ شوي، خو كله، چې دوى سيمې ته ورسېدل د ناستو كسانو څخه پرې لېزر څراغ ووهل شو، چي وروسته د ايساف ځواكونو له لورې پرې ډزې وشوې او په ترڅ كې يې دوه تنه د څراغ وهونكي په ګډون، چي د ده په وينا، د دولت مخالف دى وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د ژړۍ ولسوالۍ په پاشمول كلي كې ايساف ځواكونو يوه شپاړس كلنه پېغله په ډزو وژلې وه، خو په دې اړه تر اوسه دولتي چارواكو څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA