د عامې روغتيا وزارت له لوري په يو شمېر رسنيو د ايډز د عامه پوهاوي جايزې ووېشل شوې. دغه جايزې د ارزيابۍ كمېټې غړيو له لوري، چې په كې د عامې روغتيا وزارت، اطلاعاتو كلتور وزارت، كابل كې د ژورناليزم پوهنځى، د افغانستان د
د عامې روغتيا وزارت له لوري په يو شمېر رسنيو د ايډز د عامه پوهاوي جايزې ووېشل شوې.
دغه جايزې د ارزيابۍ كمېټې غړيو له لوري، چې په كې د عامې روغتيا وزارت، اطلاعاتو كلتور وزارت، كابل كې د ژورناليزم پوهنځى، د افغانستان د ژورنالستانو اتحاديه او د فيوچرګروپ بين المللي مؤسېسه شامل دي وركړل شوې.
په دې اړه په جوړه شوې غونډه كې د عامې روغتيا وزارت مرستيال صدرالدين سحر د رسنيو رول د ايډز د ناروغۍ د مخنيوي په عامه پوهاوي كې مهم وباله او زياته ېې كړه، چې رسنيو په ريښتيني توګه په دې برخه كې خپل رسالت سرته رسولى ده.
د اطلاعاتو او كلتور وزارت د نشراتو مرستيال دين محمد مبارز راشدي وويل، د افغانستان رسنۍ نه يوازې دا، چې سياسي او امنيتي مسايل تعقيب كړي بلكې نور كارونه هم، چې د دوى مسؤليت دى هېر نه كړي.
دغه راز د ژورناليستانو د ملي اتحاديې مرستيال صيدق الله توحيدي وويل، چې رسنۍ په لومړي سر كې هغه موضعات بايد په نظركې ونيسي، چې دملت په سرنوشت پورې تړلي وي.
د يادونې وړ ده، چې كليد اونيزه هم د ګټوونكو رسنيو په لېست كې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


